د چینایانو نوی کال، د پړانګ کال را روان دی!
په چین کې د نوي کال جشن د کال له مهمو رخصتیو شمیرل کیږي. خو دا یوازې چین نه دی چې خلک پکې له کورنیو سره یوځای کیږي او نوی کال په ګډه لمانځي بلکې په ډیری نورو سیمو کې هم د نوي کال پیل په مختلفو مراسمو لمانځل کیږي.
په هانوی کې د نوي کال عنعنوي مارکیټ
په چین کې د نوي کال جشن پوره ۱۶ ورځې دوام کوي. هرڅه ته باید په سم ډول تیاری ونیول سي: کورونه او سړکونه باید پاک او په سرو څراغونو تزئین سي. سور رنگ د نیکمرغۍ، خوشالۍ اوسوکالۍ رنگ دی. همدارنگه په ویتنام کې په دغه جشن کې چې » تیت« ورته ویل کیږي، خلک مارکیټونو ته ځي تر څو تزئیني توکي، خوراکي مواد او سوغاتونه را ونیسي.
په جاکارتا کې د کبانو اخیستل
د نوي کال په شپه کبان هم په عنعنوي خوړو کې شاملیږي. د کب لغت د پریمانۍ له کلمې سره ورته دی. خو بیا هم ټول قاب نه خالي کیږي او دا په دې معنی چې شتمني باید ټوله مصرف نه شي. لکه دلته په جاکارتا کې په ډیریو ځایونو کې د لنډ وخت له پاره او یوازې د نوي کال د جشن له پارله د کبانو د خرڅولو غرفې دریږي.
د خوشحالۍ او راکمو سوو هیلو ترمنځ
گلان هم د نوي کال په تزئیني توکو کې راځي. خو لکه دلته په هانگ کانک کې ډیری خلک د سږني نوي کال د لمانځلو څخه ډیر انتظارات نلري. د کرونا له امله محدودیتونه د دې باعث کیږي چې دغه جشن په شور او زور سره و نه لمانځل سي. همدارنگه به د نوي کال په مناسبت عنعنوي آتش بازۍ هم په ډیریو سیمو کې منع اعلان سي.
ډیری کسان تفریح ځایونو ته ځي
څرنگه چې مخ په زیاتیدونکي ډول چینایان د خپلو دندو له امله له خپلو کورنیو څخه لیري ژوند کوي، نو هرکال په دغه وخت کې د سفر کولو لړۍ رامنځته کیږي. زیاتره خلک د کال ټولې رخصتۍ سره یوځای کوي تر څو د نوي کال په شپو او ورځو کې د امکان ترحده ډیر وخت په خپل ټاټوبي کې تیر کړي. دا کار په پیکنگ کې د دغې ځوانې جوړې له پاره په دې معنی دی چې حد اقل د دوو اونیو له پاره باید یو له بل سره مخه ښه وکړي.
په نړۍ کي د مهاجرت تر ټولو لوی او منظم جُنبش
په شانگهای کې د ۲۰۱۹ کال په ډول تصویرونه به سږکال هم رامنځته نه سي. خو بیا هم حکومت په دغه جشن کې د گډون له پاره تر یو اعشاریه دوو میلیاردو مسافرو د راتګ اټکل کوي، چي دغه شمیر د تیر کال په پرتله ۳۶ سلنه زیاتوالی ښیي.
د کرونا تر سیوري لاندې د نوي کال دریم جشن
د یوې ښې راتلونکي په هیله؟ یو شمیر چینایان د سږني کال له پاره د یوه حیوان له سمبول څخه ډیره تمه لري. دغه حیوان هغوی په اصطلاح له شیطاني ارواحو څخه ساتي او د پیکنگ له پوهنتون څخه شین لین شان په نظر به هغه پر شیطانانو برلاسی سي. په دې ډول ډیری انسانان د ۲۰۲۲ کال د بَبر په مرسته د دې تمه لري چې د ۸۵ سلنه کسانو په واکسین کیدو سره به بلاخره د کرونا پاندیمي تر کنترول لاندې راوستل سي.