1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کراچۍ ځانوژونکې بریدګره یوه ښوونکې وه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

هغه ځان مرکې بریدګره چې د سه شنبې په ورځ ېې د پاکستان په کراچۍ ښار کې درې چینايي ښوونکي ووژل یوه ښوونکې وه چې څو میاشتې مخکې ېې د دوهمې ماسترۍ له پاره داخله کړې وه. دغه خبره د چهارشنبې په ورځ يوه پاکستاني چارواکي وکړه.

https://p.dw.com/p/4AVGJ
Pakistan Karachi | Explosion an der Universität
انځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سه شنبې ورځې ځان مرګی برید د یوې ۳۰ کلنې ښځې له خوا وشو. هغې دغه برید د کراچۍ پوهنتون د کنفوسیوس انستيتوت مخې ته چې د چینايي ژبې او کلتور یو مرکز دی، پر يو ميني بس موټر وکړ.

په دغه برید کې خپله بریدګره، درې چینايي ښوونکي او یو پاکستانی موټرچلونکی ووژل شول. په رپوټ کې د بریدګرې نوم نه دی ښودل شوی خو په ټولنیزو رسنیو کې ېې نوم شاري بلوچ یاد شوی دی.

دا په روان کال کې لومړنی ستره حمله ده چې پر چینايي اتباعو کیږي. چين د پاکستان پخوانی متحد دی او په دغه هیواد کې کار کوي. بيجنګ دغه برید غندلی دی.

بریدګره د بلوچ لیبریش آرمي (BLA) په نوم بیلتون غوښتونکې ډلې غړې بلل شوې چې د پاکستان په سويل لوېديځ کې فعاله ده. دغې ډلې ويلي دي چې بریدکوونکې د دوو ماشومانو مور او د زولوجي له څانګې څخه يې د فراغت ډيګرې ترلاسه کړې وه او اوس په نورو زده کړو بوخته وه.

دغې ډلې زیاته کړې چې دغه مېرمن په داوطلبانه ډول پر چین حملې کولو ته تیاره شوې وه. چين د پاکستان په بلوچستان ایالات کې پر سترو پروژ پانګونه کړې چې بیلتون غوښتونکي ېې مخالف دي.

یادې بیلتون غوښتونکې ډلې په یوه ايميل کې ويلي دي: «بلوچ لیبریش آرمي یو ځل بیا چین ته خبرداری ورکوي چې خپلې استخراجي پروژې فوراً ودروي... له دې پرته به زموږ راتلونکې بریدونه تر دې هم بې رحمه وي.»

د رويټرز خبري آژانس په حواله، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې د بلوچستان دغه ښځه د ساینس ښوونکې وه چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې ېې د ماسترۍ دوهمۍ ډيګري له پاره د کراچۍ په پوهنتون کې داخله کړې وه.

دغه چارواکي وويل چې د پيښې په تړاو د پولیسو، ملکیانو او د پوځ استخباراتي ادارې له خوا تحقیقات پیل شوي دي.

Pakistan Karachi | Explosion an der Universität
بریدګرې ښځې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د کراچۍ په پوهنتون کې داخله کړې وهانځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د بلوچ بيلتون غوښتونکي جنګیالي له لسیزو راهیسې د خپل ایالت د طبیعي زیرمو له پاره جنګیږي. دوی په خپلو بریدونو کې تر ډيره د طبيعي ګازو پروژې، زیربناوې او امنيتی ځواکونه په نښه کوي. خو په وروستيو کلونو کې ېې پر چینايي پروژو او چینايي کارکوونکو هم بریدونه کړي دي.

بلوچستان او د دغه ایالت د ژورو اوبو بندر، ګوادر، د چینايي کمربند او لارو شبکې اړوند د انرژي او زیربناېې پروژو سره مهم تړاو لري. د چين د دغې سترې شبکې پروژې تر منځنې ختيځ او تر هغه ورهاخوا غځيدلي دي. 

په پاکستان کې اسلامپاله ياغیان له کلونو راهیسې له ځانوژونکي بریدونو څخه د یوه تکتیک په توګه کار اخلي. دغه ډول بریدونه معمولا د سړیانو او یا هم هلکانو له خوا ترسره کيږي. خو بلوچ بیلتون غوښتونکو د کراچۍ د سه شنبې ورځې بريد په اړه ويلي دي چې دا د دوی لومړنی ځان وژونکی برید دی چې د ېوې ښځې له خوا ترسره کيږي او د دا ډول لا ډيرو بریدونو خبرداری یې ورکړي دی.

پاکستان چین ته ډاډ ورکوي چې د چین د پروژو او د اتباعو د امنیت له پاره ېې له خپل ټول توان څخه کار اخلي، خو د بلوچ بيلتون غوښتونکو له خوا ځان وژونکي بریدونه به پاکستان له سترې ننګونې سره مخ کړي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وروستی برید په کلکه غندلی او له پاکستان څخه ېې غوښتي چې د برید عاملانو ته سزا ورکړي او په راتلونکې کې د دا ډول بریدونو د تکرار مخنیوی وکړي. 

د کراچۍ پوهنتون سرپرستې مرستيالې، نصیره خاتون د قربانيانو کورنيو ته د «زړه له کومې تسلیت» په ویلو سره وويل چې د پوهنتون محوطه به د چهارشنبې په ورځ تړلی پاتی وي. هغې زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې حکومت په پيښه کې ښکیلو عناصرو ته سزا ورکړي او باور لرو چې د پيښې تر شا ښکيلو عناصرو ته د رسيدلو له پاره به هر ډول ممکنه اقدامات ترسره کیږي.»

ر/م.ک.ص./ن.ز