روسيه هندوستان ته اټومي بټۍ جوړوي او جنګي الوتکو صادروي
۱۳۸۸ اسفند ۲۳, یکشنبهلکه څنګه چي هندوستان ته د روسيې د لومړي وزير ولاديميرپوتين د سفر د ورسره هيت غړيوڅرګنده کړې ده روسيه به په راتلونکو کلونوکي په هندوستان کي تر 16پوري اټومي بټۍ جوړي کړي. سر بيره پر دې هندوستان د روسيې څخه د1,5 ملياردو ډالرو په بيه مګ 29 ډوله الوتکي اخلي.
د روسيې د لومړي وزارت مرستيال سرګيي ايوانوف په نوي ډهلي کي ويلي دي، په دغه هستوي تړون کي په دریوو ځايونوکي تر 16 پوري د اټومي بټيو جوړول په پام کي نيول سوي دي.
د روسيې داټومي دولتي کنڅرن روزاتوم مشرسرګيي کرينکو د وينا له مخه به د هغو له جملې څخه 6 بټۍ تر 2017 کاله پوري جوړي سي.
روسيه دهندوستان په جنوبي ايالت تاميل ندوکي همدا اوس هم دوې اټومي بټۍ جوړوي. پوتين اټومي قوت له هندوستانه سره د ګډکار د مهم او د ښه حاصل لرو نکي ساحه بللي ده.
روسيه داټومي انرژۍ په ساحه کي د نوي پوهي تر څنګ ډير پطرول او معدني ګاز هم لري، او د صنعتي کيدو په درشل کي ولاړ هيواد هندوستان انرژۍ ته دخپلو ورځ په ورځ ډيريدونکواړتياوو له امله د انرژۍ د نوو چينو د پيدا کولو په هڅه کي دی.
دواړو هيوادونو دجمعې په ورځ له روسيې څخه د مګ 29 ډوله جنګي الوتکو د اخيستلو تړون هم لاسليک کړی دی.هندوستان ته به ددغو الوتکو تسليمول به له 2012کال څخه پيل سي.
پوتين څرګنده کړې ده، چي ددواړو هيوادونوترمنځ د سوداګرۍ د اړيکو د ژورتيا لپاره د وسلو د نورو معاملو کيدل هم مهم بللي دي. تر2009 کاله پوري د هندو ستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ حجم 7,5 مليارډو ډالروته رسيدی. د دواړو هيوادونو د حکومتونو په اراده به دامبلغ 20 مليارډو ډالرو ته ډير کړای سي.
روسيه چي له 1950 کال راهيسي له هندوستانه سره ډيري نژدې اړيکي لري د نوموړي هيواد دپوځي وسايلو په سلوکي اويايمه برخه نوموړي هيواد ته صادروي.پدې وروستيو کي هندوستان د وسلو د اخيستلولپاره زيادتره نورو هيوادونو په تيره بيا د امريکا متحده ايالاتو اواسراييلو ته هم مراجعه کوله. خولدې نويو تړونونو سره روسيه هندوستان ته د وسلو دستر صادرونکي هيواد په حيث عرض اندام کوي.
پدې منځ کي دهندوستان مرکزي بانک خبر ورکړی دی، چي د اسعارو د نړيوال صندق لخوا د پورورکولو بهاداره سندونه به د لسو مليارډو ډالرو په ارزښت واخلي. د هندوستان مرکزي بانک ويلي دي، چي لدې کار څخه يې هدف دادی، چي د اسعارو د نړيوال صندق لخوا د پورونو د ورکولو توان، چي په نړيواله توګه هڅي ورته رواني دي زيات کړي.
د اسعارو نړيوال صندق، چي دنده يې نړيوال مالي نظام ته ثبات بخښل دي د مالي او اقتصادي بحران په ترڅ کي ډيرو هيوادونوته د مرستي لپاره پورونه ورکړي دي چي د هغو په ډله کي هنګري ،ایسلند، او ليتونيا هم شامل دي.
AFPD/ رحيله اميري
کتونکی. زيارمل