روسیې د مسکویچ نوي ماډل موټرو په تولید شروع وکړه
۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبهاعلان
د اصلي سهامي شرکت، رینو موټرانو د شرکت تر خارجیدو وروسته د مسکویچ د فابریکې د بیرته افتتاح کولو دغو مراسمو ته د انټرفکس خبري آژانس په حواله د نورو ترڅنګ د صدراعظم معاون، ډینس مانتوروف او مسکو ښاروال، سرګیې سوبیانین ورغلي وه.
د مسکویچ ۳ دغه موټران د چینایي JAC S4 موټرانو یوه کاپي ده. په روسیه کي به هغوي په اول سر کي د بنزینو موټرانو ماډل تولید سي او ۱۵۰ اسپاوره قوت به ولري. ویل کیږي، چي د همدې کال تر اخره پوري به هغوی برقي موټران هم تولید کړي. خرڅلاو یې بیا د ۲۰۲۳ م کال له اولي ربعي څخه پلان سوی دی.