زیهوفر: په آلمان کې دې د مهاجرو کنترول لا زیات سخت شي
۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبهد آلمان د بایرن ایالت لومړي وزیر هورست زي هوفر، په مونشن ښار کې د خونړۍ پیښې له رامنځ ته کیدو څخه د مخه رسنیو ته وویل:« د هیواد او ایالتونو امنیتي ادارې باید له مهاجرو څخه په کلکه نظارت وکړي، تر څو د ورسبورګ په ښار کې ( د چاقو او تبر) په شان بدې پیښې بیا تکرار نه شي».
هغه وویل چې نه غواړي په دې برخه کې ټول مهاجر تر شک لاندې راولي، خو زیاته یې کړه:« مونږ باید مطمین شو چې له تروریستي ډلې "اسلامي دولت" سره هیڅ ډول اړیکې شتون ونه لري».
د آلمان د بایرن ایالت لمړي وزير ټینګار وکړ چې د آلمان خلک له دولت څخه تمه لري چې د هغو ساتنه وکړي:« په دې برخه کې باید د یو قانونمند حکومت په توګه له ټولو امکاناتو څخه کار واخیستل شي».
هغه زیاته کړه،« بشپړ امنیت» هیڅ شتون نه لري، خو« د دې سربیره، مونږ باید له ټولو بشري امکاناتو څخه په کار اخیستنې سره د خپلو خلکو ساتنه وکړو».
اضافي ځواکونه او تجهیزات
زيهوفر وویل چې په بایرن ایالت کې به د پولیسو شتون زیات او امنیتي مامورین به په لا ښه توګه تجهیز او آماده کړل شي. د دې سربیره د اورګاډو په اډو او دننه د اورګاډو په کابینونو کې د قوي امنیتي کمرو له لارې د نظارت کولو اړتیا هم شته.
د بایرن ایالت لمړي وزیر وضاحت ورکړ:« له دې نه علاوه، مونږ باید په ملي او نړیواله کچه د لا اغیزمنو همکاریو په موخه، د استخباراتي ادارو او پولیسو تر منځ حقوقي اساسات رامنځ ته کړو».
لا زیات کنترول
د زيهوفر په وینا د دغو ټولو خبرو ترڅنګ ضرور ده چې سرحدونه په کلکه او موثره توګه تر کنترول لاندې وي. هغه زیاته کړه:« ځکه، مونږ باید پوه شو چې څوک زمونږ هیواد ته راځي او څوک زمونږ تر څنګ میشت کیږي. مونږ باید دغه کسان په واضحه توګه وپيژنو».
زيهوفر په دې برخه کې د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ:« زه غواړم چې دغه مسئله دې بالاخره د اروپايي اتحادیې په بهرنیو سرحدونو کې عملي شي، تر څو نور مونږ اړ ونه اوسو چې خپل داخلي سرحدونه کنترول کړو».
نوموړي زیاته کړه اروپایي اتحادیه تر اوسه پورې د سرحدونو په کنترول کې پاتې راغلې او له همدې امله په سلهاو زره مهاجر، له کنترول پرته آلمان ته دننه شوي دي.
د آلمان د بایرن ایالت لومړي وزیر، په مونش کې د پرونۍ خونړۍ پیښې وروسته، چې په ترڅ کې یې د برید ګر په ګډون لس تنه ووژل شول؛ یو ځل بیا پر کلکو امنیتي اقداماتو باندې ټینګار وکړ: « د خپل امنیت ساتنې له پاره باید ټول اقدامات ترسره شي».