طالبانو د پوهنتونونو د استادانو معاشونه لوړ کړي
۱۴۰۲ فروردین ۲۲, سهشنبهد طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزارت تيره ورځ دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې په افغانستان کې د تحصیلي بنسټونو د علمي کادرونو معاشونه زیات شوې دي.
په دغه اعلامیه کې چې د « د طالبانو اداري تشکیلاتو او تنظیم کمېسیون» په منظورۍ د دغه وزارت له لورې نشر شوې ده، راغلي دي چې د پوهنتونونو د علي کادرنو معاشونه به د روان کال د حمل له اول څخه د اجرا وړ وي.
اړوند مطلب: طالبانو بهر ته د استول شوو استادانو معاشونه بند کړي
د دغې پریکړې پر بنسټ، میاشتنې معاش د پوهاند علمي رتبې ته له ۳۹ زرو تر ۶۰ زرو افغانیو، د پوهنوال علمي رتبې معاش له ۳۳ زره څخه تر ۴۵ زرو، د پوهندوی علمي رتبې معاش له ۲۷ زره تر ۳۸ زرو، د پوهنمل علمي رتبې معاش له ۲۱ زرو تر ۳۰ زرو، د علمي رتبې پوهنیار معاش له ۱۸ زرو تر ۲۵ زرو او د نامزد پوهنیار معاش له ۱۳۵۰۰ څخه تر ۲۱ زره افغانیو زیات شوی دی.
اړوند مطلب:طالبانو د نجونو له شتون پرته د پوهنتونونو د تحصلي بهیر پیلولو خبر ورکړ
په دې اعلاميه کې دې ته اشاره شوې چې دغه زياتوالى يوازې په اکاډميکو رتبو پورې اړه لري او د دغو استادانو له پاره د اړوندو بستونو معاشونه هم پلي کېږي.
خو د لوړو زده کړو وزارت پخوانى وياند وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پوهنتونونو د استادانو معاشونه کم شوي وو او د طالبانو له دې پرېکړې سره بېرته خپل اول حالت ته راګرځېدلى، چې دا د معاشونو د لوړیدو په مانا نه دی.
د لوړو زده کړو وزارت پخوانی ویاند او د پوهنتون استاد حمید عبیدي په دې اړه وایي:«د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په نوې پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راغلی، بلکې د استادانو ته هغه معاشونه ورکول کېږي، چې پخوا ورته اجرا کیدل. دا په دې مانا ده، چې دوی د معاش مقدار راکم کړی و، همغه معاش یې بیا زیات کړو.»
اړوند : افغانستان؛ د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو د تړل کیدو احتمال
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په داسې حال کې د دغه هېواد د پوهنتونونو د اکاډمیکو کارکوونکو د معاشونو د لوړولو خبره کوي، چې د دغې ډلې ادارې په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو او استادانو شتون منع کړی دی او د معاشونو دا حقوق یوازې د نارینه استادانو له پاره اجرا کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د پوهنتونونو سلګونه استادان له هېواده ووتل.