طالبانو ولې د اروپایې ټولنې وروستی اعلامیې ته غبرګون وښود؟
۱۳۹۹ خرداد ۱۰, شنبهاروپايي ټولنې د جمعې پر ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د می ۲۹مه) بروکسل کې له افغانستانه خپل سیاسي او مالي ملاتړ مشروط کړی.
ددې ټولنې په اعلامیه کې له افغانستانه د اروپايي ټولنې ملاتړ لپاره د اوسني ولسواک نظام د ارزښتونو خوندېتوب او د اسلامي امارت بیا نه راګرځېدل د بنسټيز شرط په توګه مطرح شوی.
د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو ساتنه، د خلکو حقونو ته پاملرنه، دایمي اوربند او ژر تر ژره د افغانانو خپل منځي خبرو پيل افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ملاتړ د دوام نور شرطونه دي.
د طالبانو غبرګون
خو طالبانو نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د می ۳۰مه) د اروپايي ټولنې ددې اعلامیې پر وړاندې کلک غبرګون وښود.
طالبان وايي چي د افغان سولې له بهیر څخه د اروپايي شورا له ملاتړه هرکلی کوي، خو د وروستۍ اعلامیې ځینې ټکي یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.
د طالبانو په ویناپاڼه کې راغلي: «باید ووایو چې له بهر نه تپل شوي نظامونه تل زموږ په هیواد کې د بربادۍ او جګړو سبب ګرځیدلي او افغانانو ته د منلو وړ نه دي. موږ په کراتو پخپلو بیانیو کې ژمنتیا ښودلې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نور هم باید د عدم مداخلې نړیوال اصل په اساس زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅې ونه کړي او نه دې له همدې امله د افغانستان مسئله نوره پیچلې کوي.»
طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې ددغه هېواد نړېوال متحدین هم ژمن دي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
ویناپاڼه زیاتوي، د راتلونکي نظام په اړه یواځې افغانان په بین الافغاني خبرو کې پریکړه کوي چې دا د هغوی مشروع حق دی.
مهمه پوښتنه داده چې ایا طالبان اوس هم پردې اند دي چې افغانستان ته به بیرته له خپل پخواني نظام (اسلامي امارت) سره راګرځي؟
د طالبانو د وخت لوی څارنوال مولوي جلال الدین شینواري دویچه ویله ته وویل، سره له دې چې بین الافغاني خبرو کې "اسلامي امارت" د طالبانو سره کرښه نه ده، خو دا نظام او له دغه نظام څخه راوتلی حکومت به هیڅکله هم ونه مني: «دې کې شک نشته چې طالبان اوس هم اسلامي امارت غواړي او فکر کوم په دې کې به کوم حرج نه وي، خو د نظام په څرنګوالي به بین الافغاني خبرو کې بحث کیږي او د اروپايي ټولنې د اعلامیي پروړاندې د طالبان دغبرګون دلیل هم همدا دی چې اروپايي ټولنې افغانستان لپاره د نظام بڼه غوره کړې په داسې حال کې چې دا د افغانانو حق دی.»
خو افغان حکومت بیا افغانستان سره د د اروپايي ټولنې د مرستو له دوام هرکلی کړی.
د ارګ په یوه اعلامیه کې راغلي: «اروپايي ټولنې د افغانستان له اسلامي جمهوري نظام چې د افغان ملت د خلکو د غوښتنې پر بنسټ رامنځته شوی، ملاتړ کړی.»
ارګ وايي، ناټو چې دا اروپايي ټولنې هېوادونه یې غړیتوب لري له افغان ملي او امنیتي دفاع ځواکونو سره د ګډ امنیت ساتنې برخه کې دوستانه اړیکي لري.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغان حکومت له زندانونو د طالب بندیانو د خوشې کېدو په موخه د طالبانو تخنیکي ډله له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې ده.
رپوټونه وايي، د طالبانو دغه پلاوی افغان چارواکو سره ددې ډلې د پاتې ۳۵۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو پر لارو چارو خپلو خبرو ته دوام ورکوي.
افغان چارواکي وايي، د طالب زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ غځوي خو طالبان د جګړې د دوام لپاره نور هیڅ پلمه نه لري.
د ملي پخلاینې عالي شورا د کار پيل
له دغو څرګندونو سره همهاله د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلایني عالي شورا نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال مۍ ۳۰مه) رسما خپل کار پيل کړ.
غني او عبدالله څه کم دوه اونۍ وړاندې افغان سولې بهیر لپاره د "ملي پخلاینې عالي شورا" په نوم ددغه نوي جوړښت په رامنځته کولو هوکړه کړې.
اسماعیل شاکر – کابل