قيوم کرزی د زلمي رسول په گټه تير سو
۱۳۹۲ اسفند ۱۵, پنجشنبهقيوم کرزي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۶) په يوه خبري غونډه کي د زلمي رسول په حضور کي وويل: «زه او زما انتخاباتي تيم خپل ځان د يوه نوي ايتلاف اصلي برخه گڼو او له ډاکټر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلانوو.»
د افغانستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول چي د اوسني ولسمشر حامد کرزي يو له نژدې طرفدارانو څخه شمېرل کيږي په دغه خبري کنفرانس کي وويل:
«سر له اوسه دواړه ټيمونه د يوې گډي بريا له پاره مبارزه کوي...او زه مطمين يم چي د خدای پاک په لطف او د افغانستان د خلکو په ملاتړ سره به موږ دغه انتخابات وگټو.»
زلمي رسول او قيوم کرزي د دې ترمخه په کابل کي د يوه ايتلاف د جوړلو په اړه غونډي کړي وې. د راپورونو له مخي د دغو جلسو په يوه کي يې داسي پريکړه سوې وه چي زلمی رسول دي د قيوم کرزي په گټه تير سي، خو ويل کيږي چي جمهور رئيس کرزي دغه وړانديز نه وو منلی.
افغان ولسمشر حامد کرزي اعلان کړی دی چي د ۱۳۹۳ کال د حمل مياشتي پر ۱۶ نېټه د ولسمشرۍ په ټاکنو کي به د پنځو تنو کانديدانو ملاتړ و نه کړي. خو د زلمي رسول په گټه د قيوم کرزي تيرېدل کېدای سي په انتخاباتي مبارزه کي هغه ته وزن ورکړي.
له بلي خوا يو د بل په گټه د نورو کانديدانو د تيرېدو گنگوسې هم رواني دي. له دغو کانديدانو څخه يو هم گل آغا شېرزی دی چي له زلمي رسول او قيوم کرزي سره يې په غونډو کي برخه لرله، خو د يو چا په گټه تېرېدل يې رد کړي دي.
د زلمي رسول په گټه د قيوم کرزي په تېرېدو سره نو اوس د جمهوري رياست له پاره ۱۰ تنه کانديدان يو له بل سره سيالي کوي. داسي احتمال سته چي په راتلونکو ورځو کي به د هغو کانديدانو شمېر چي اوس يې خپلو ټاکنيزو کمپاينونو ته دوام ورکړی دی لږ سي.