لنډ خبرونه له انځورونو سره
لنډ خبرونه له انځورونو سره
د نوي زیلاند خلکو د کریستچرچ ترهګر برید د قربانیانو یادون وکړ
د نوي زیلاند خلکو د جمعې په ورځ د دوه دقیقي چوپتیا اختیارولو له لارې تیره اوونۍ په کریستچرچ سیمه کې پر دوو مسجدونو د برید د ۵۰ قربانیانو یادون وکړ. د نوي زیلاند ټولو اوسیدونکو تر هغه وروسته چې د کریستچرچ د النور مسجد ملا، د جمعې د لمونځ اذان وکړ، خپل کارونه ودرول. د مسجد مخې ته په یوه پارک کې د لومړۍ وزیرې جاسیندا اردرن په ګډون په زرهاو کسان د دوو دقیقو چوپتیا له پاره راټول شوي ول.
د آلمان پارلمان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت تمديد کړ
د آلمان د فدرال پارلمان یا بونستاګ اکثرو غړو په افغانستان کې د آلماني پوځ د مارمیت غځیدو ته مثبته رایه ورکړه. په دې ترتیب سره دغه ماموریت د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې وغځید. اوس نو آلماني ځواکونه کولای شي د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکوونو روزنې ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي
د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت ویلي دي چې دوه امریکایي سرتیري د جمعې په ورځ د عملیاتو ترسره کولو پر مهال په افغانستان کې وژل شوي دي. ناټو او امریکایي ځواکونو د هغې پیښې په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي چې په پایله کې یې دغه دوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي. له دې سره نو په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیر څلورو تنو ته لوړ شوی دی.
اروپايي ټولنې د بریګزیت له پاره دوه انتخابه ورکړي
د اروپايي ټولني شورا د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د مارچ میاشتې۲۱نیټه) له دې ټولني څخه د بریتانیا د وتلو نیټې د غځولو له پاره دغه هیواد ته دوه بیلابیل انتخابونه وړاندې کړل. بریتانیا د بریګزیت یا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په تړاو د قانون د ۵۰ مادې د غځولو غوښتنه کړې وه څو له دې ټولني څخه د بریتانیا وتل په منظمه توګه ترسره شي
د چین په یوې فابریکه کې د چاودنې له کبله ۴۷ کسان وژل شوي
چینې رسنیو د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې د دې هیواد په شرقي ژیانګسو ولایت کې د کیمیاوي موادو په یوه فابریکه کې د چاودنې او اور لګیدنې پیښې د قربانیانو شمیر ۴۷ تنو ته لوړ شوی دی. د تیرې یوې لسیزې په ترڅ کې د چین په صنعتي فابریکو او د معدونونو د استخراج په برخه کې دغه راز پیښې ډیرې شوي دي چې له کبله یې د چینایانو ترمنځ د حفاظتي تدابیرو د نه شتون له کبله غوسه ډیره شوې ده.