لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«په افغانستان کې په روان کال کې تر اوسه ۱۱ ژورنالستان وژل شوي»
د رسنيو د مدافعينو په حواله په افعانستان کې ۲۰۱۶م کال د ژورنالستانو له پاره تر ټولو خونړۍ کال دی. د افغان ژورنالستانو د خونديتوب کمیټې مشر نجيب شريفي ويلي چې په افغانستان کې په روان کال کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۱ ژورنالسټان وژل شوي دي چې دا تر اوسه په يوه کال کې د خبریالانو د وژنو ثبت شوې، تر ټولو لوړه شمیره ده. د دغه کمیټې شمیرې ښيي چې په تيرو ۱۶ کالو کې په افغانستان کې د ۶۰ زيات خبريالان وژل شوي.
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې ۳۰۰ ښوونځي تړل شوي
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د سرحدي شخړې له کبله سر له نننۍ چهار شنبې ټول ښوونځي تر معلومه مودې پورې تړل شوي دي. د کنترول پر کرښه د تاوتريخوالې په ترڅ کې تر اوسه په دې لانجمنه سيمه کې په تیرو دوو ورځو کې ۱۴ ملکيان وژل شوي دي. د دغه سيمې چارواکو ويلي چې پر پوله د هاوان د مرميو په بريدونو کې د سه شنبې په ورځ د اته ملکيانو تر وژل کيدو وروسته د سيمې د ۳۰۰ ښوونځيو د تړلو لارښونه شوې.
روسیې په حلب کې نوي اوربند اعلان کړی
د روسیې پوځ د سوریې په جنګ ځپلي ښار حلب کې د جمعې د ورځې له پاره اوربند اعلان کړې. د پوځ لوې درستيز والري ګيرسيموف د اپوزيسيون پر جنګيالو وکړ چې د ښار د ختيځې محاصره شوې برخه څخه دغلته په موجودو دوو لارو ووځي. ده ډاډ ورکړ چې د دغه لارو څخه حکومتي عسکر او وسلې پر شا کړل شوي دي. ګیرسيموف په مسکو کې وويل چې د ملکيانو او ټپيانو د ویستلو له پاره د ښار نورې ۶ لارې هم پرانستل شوي دي.
د آلمان کابينه د سوډان ماموريت تمديدوي
د آلمان حکومت غواړي د ملګرو ملتونو د جنوبي سوډان په ماموريت کې د شاملو آلماني عسکرو ماموريت تمديد کړي. کابينې د آلماني عسکرو د ماموريت موده د ۲۰۱۷م کال تر پای پورې د غځولو پريکړه کړې. همدا راز به لانجمنې سيمې دارفور ته هم د سولې د يوه ماموريت په چوکاټ کې د آلماني عسکرو د دندې موده د يوه کال له پاره تمديد شي. خو په دواړو ماموريتونو کې د آلماني عسکرو حداقل شمير ۵۰ عسکر په نظر کې نيول شوی.
فرانسه د کالې کمپ کم عمره مهاجر نور سيمو ته انتقالوي
د فرانسې په شمال کې د کالې د سيمې د پنډغالي تر تخلیې وروسته فرانسوي چارواکو دغلته د پاتو ۱۵۰۰ کم عمره مهاجرو نورو کمپونو ته د انتقال چارې پيل کړي دي. د رپوټونو په حواله د کالې د يوه کانتینري کمپ څخه سهار وختي لومړي بسونه روان شول. دغه ټول مهاجر ماشومان تيره اوونۍ د کالې د مهاجرو کمپ د تړلو پر وخت دې کانتينري کمپونو ته وړل شوي ول او اوس بايد د فرانسې په نورو سيمو کې پرتو کمپونو ته انتقال کړل شي.
په آلمان کې د بې کارۍ کچه راکښته شوې ده
د ښه اقتصادي حالت له وجې په آلمان کې د بې کارۍ کچه د تيرو ۲۵ کالو راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسيدلې ده. د آلمان د کار د فدرالي ادارې په حواله په اکتوبر میاشت کې د بې کارانو شمیر ۶۸۰۰۰ کم شوې او کابو دوه نيم ميليون ته راټيټ شوی. زياته شوې چې د بې کارانو په شمير کې کمښت د تير کال په پرتله د پام وړ وو او د هغه څخه ډير دی چې انتظار یې کيده.