لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
سوريه: د م . م . د مرستې کاروان جنګ ځپلي ښار ته رسیدلی
د ملګرو ملتونو او سره صليب د مرستې يو کاروان د سوریې راستان ښار ته چې د ياغيانو په ولکې کې دی، رسیدلی دی. د ملګرو ملتونو له خوا ويل شوي چې دا لومړۍ مرستې دي چې په نوامبر میاشت کې د جګړې له لیکې څخه تیريږي. په هومز ايالت کې پروت راستان ښار چې کابو ۱۱۰ زره انسانان پکښې ژوند کوي او شا او خوا کليو ته په جولايي میاشت کې په وروستي ځل مرستندويه توکي رسيدلي ول.
پاکستان وايي هندي عسکرو په کشمير کې نهه ملکيان وژلي
د پاکستاني چارواکو په حواله د دغه هيواد تر ولکې لاندې کشمير په نيلم دره کې د هندي عسکرو د ډزو په نتيجه کې نهه تنه ملکي وګړي وژل شوي لس تنه ټپيان شوي دي. همدا پرون، سه شنبه د هند پوځ ويلي ول چې درې عسکر یې د پاکستاني عسکرو په ډزو کې وژل شوي دي. د هند يوې پوځي سرچينې تائيد کړې چې هند د دې په ځواب کې د پاکستان تر ولکې لاندې سيمه کې د لاسي بمونو او هاوان بريدونه کړي دي.
امريکا پر ايران د ۱۰۶ ايربس الوتکې د خرڅلاو جواز ور کړی
د امريکا متحده ايالاتو د مالیې وزارت پر ايران د ۱۰۶ ایربس الوتکو د خرڅولو جواز جاري کړی. د ايربس اروپايي شرکت تائید کړه چې د صادراتو له پاره یې جوازونه ترلاسه کړي څو د ايران د حکومت سره ترسره شوې موافقه عملي کړل شي. لا په جنوري میاشت کې د ايربس شرکت او د ايران ولسمشر حسن روحاني په پاريس کې دا تړون لاسلیک کړی وو. خو هغه وخت ورسره لا د امريکا متحده ايالاتو حکومت موافقه نه وه کړې.
ترمپ د انتخاباتي مبارزې د وخت خپلو ځينو دريځونو ته تغیر ورکړی
د امريکا متحده ایالاتو راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ د بيلا بيلو موضوعاتو په اړه د انتخاباتي مبارزې د وخت خپلودريځونو ته يو څه تغیر ورکړی. د «نيويارک ټايمز» سره په يوه مرکه کې نوموړي ومنله چې د اقليم بدلون د انسانانو له خوا ترسره کيدونکو فعاليتونو سره هم تړاو لري.. ترمپ د هیلیري کلنټن په اړه هم معتدل لهجه خپله کړه او روښانه یې کړه چې د هیلیري کلنټن په اړه د کومو ځانګړو پلټنو غوښتونکی نه دی.
د اروپا پارلمان ترکیې سره د غړيتوب په اړه د خبرو اترو د ځنډولو غوښتنه کوي
د اروپا په پارلمان کې تر ټولو ستره ګوندي جناح په دې سلا شوې چې د ترکیې سره په اروپايي ټولنې کې د شامليدو په تړاو د خبرو اترو په موقتي توګه د درولو غوښتنه وکړي. د اروپا پارلمان د ترکیې د چارو رپوټ ورکونکې کاتي پیري وويل چې دوی نه غواړي چې د ترکیې سره د خبرو اترو یو نوی فصل پرانستل شي. د پنجشنبې په ورځ به د اروپا پارلمان استازي د يوه اړوندې مسودې په اړه رای ګيري ترسره کړي.
کولمبيا: حکومت او د فارک ياغيان د سولې يو بل تړون لاسلیکوي
د کولمبيا حکومت او د فارک ياغيان غواړي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د سولې يو بل تړون لاسليک کړي. خو د دې تړون مخالفين په تيره بيا د جنګي جنايتونو له پاره د کمې سزا، پخوانيو جنګياليو ته په پارلمان کې د څوکيو ورکولو او د زراعتي اصلاحاتو په چوکاټ کې د ځمکو پر ویش سختې نيوکې کوي. حکومت او فارک ياغيانو لا د اګست په منځ کې د سولې پر يوه تړون توافق کړې وو خو د يوه ریفرنډم له لارې د ولس کم اکثريت دا رد کړ.