لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
فرانسې د حلب د وضعيت په اړه د امنيت شورا د ناستې رابللو غوښتنه کړې
د سوریې په جګړه ځپلي ښار حلب کې د ناوړه وضعيت له کبله د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر ژان مارک ايرو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بيړنۍ ناستې غوښتنه کړې. نوموړي په پاريس کې وويل چې ژر تر ژره بايد داسې ګامونه پورته کړل شي چې دښمنۍ له منځه يوسي او بشري مرستې پرته له کوم خنډه ترسره شي. د سوریې حکومتي ځواکونو په دې تيرو ورځو کې د حلب د ختيځ د ياغيانو د سيمې کابو يو په دريمه برخه نيولې ده.
د هند پر پوځي اډه يرغل کې درې عسکر وژل شوي
د پاکستان پولې ته څيرمه د هند پر يوې سترې پوځي اډې د وسله وال بريد په نتيجه کې درې هندي عسکر وژل شوي دي. پوليسو ویلي چې په جمو او کشمير کې پرتې دې اډه ته څلور وسله وال داخل شول او پر عسکرو یې ډزې پیل کړې. بريد کونکي هم د امنتي ځواکونو په جوابي ډزو کې وژل شوي دي. دا بريد په داسې حال کې ترسره کيږي چې د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې لا دمخه ترینګلي دي.
په کولمبيا کې د الوتکې سقوط د ۷۶ انسانانو ژوند واخيست
د برازيل د يوې الوتکې د رالويدو له کبله چې د برازیل د فوټبال لومړي لیگ یوې لوبډلي هم پکښې سفر کاوه، لږ تر لږه ۷۶ کسان مړه شوي دي. په پيښه کې يوازې پنځه کسان ژوندی پاتې دي چې له دوی څخه يې درې د فوټبال لوبغاړي دي. د پیښې ځای ته د خرابې هوا له کبله یوازي له ځمکنۍ لاري لاس رسی امکان لري. په الوتکه کې اتیا کسان سپاره ول. زياته شوې چې پیلوټ د الوتکي تر سقوط مخکي د يوې تخنیکي خرابۍ خبر ورکړی وو.
امريکا: په اوهايو پوهنتون کې بريد ۹ تنه ټپيان کړي
د امريکا متحده ايالاتو په کولمبوس ښار کې يوه سړي په يوه لويه چاړه نهه تنه ټپيان کړل. د پوليسو د معلوماتو پر اساس د اوهايو د دولتي پوهنتون په ساحه کې دغه سړی چې په يوه موټر کې سپور وو، د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای یې موټر ور برابر کړ. بیا یې تر هغې لاروي په چړو ټپي کړل څو چې د يوه پولیس له خوا په ډزو ووژل شو. د پوهنتون د معلوماتو پر اساس دغه ۲۸ په همدې پوهنتون کې زده کړې کولې.
اېتاليې ته د راتلونکو مهاجرو شمير ډير زيات شوی
د هغو مهاجرو شمير چې روان ميلادي کال له پيل راهيسې په کښتيو کې اېتاليې ته رسيدلي، تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی. تر اوسه د ۱۷۱ زرو څخه زيات مهاجر په مديترانه سمندرګي کې ژغورل شوي او اېتاليې ته رسول شوي دي. همدا د دوشنبې په ورځ د لیبيا ساحلونو ته څيرمه کابو ۱۴۰۰ مهاجر له اوبو څخه راويستل شول. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په روان کال کې کابو ۴۷۰۰ انسانان په مديترانې سمندرګي کې ډوب شوي دي.
شتاين ماير وايي اروپا په نوي امنيتي وضعيت کې قرار لري
د آلمان د بهرنيو چارو د وزير شتاین ماير په خبره اروپا په دراماتيکه توګه تغیريدونکي امنتي وضعيت کې قرار لري. ده زياته کړه چې شريک امنیتي سياست نه بايد د برېتانيا د وتلو د پریکړې د پايلې او نه د تونالد ترمپ د نوي ولسمشر په توګه د ټاکل کيدو له کبله په مخ يوړل شي بلکې د اوکراين کړکيچ د جنګ او سولې پوښتنه په هغه لویه وچه کې يو ځل بيا راپورته کړه چې خلکو یې فکر کاو چې دا د تل له پاره له منځه تللې ده.
د جنوبي کوريا ولسمشره له خپلې دندې څخه ګوښه کيدو ته چمتو ده
د جنوبي کوريا ولسمشرې پارک ګوين هوې د خپلې دندې څخه ګوښه کيدو ته چمتووالې ښوولی. نوموړې وويل کوم وخت چې پارلمان د واک د ليږد له پاره اقدامات پر لاره واچول زه به له دندې استعفا ورکړم. د پارک د اوږدې مودې ملګرې چوې سون سل ښايي د ولسمشرې سره د خپلو اړيکو څخه ګټه پورته کړي وي څو د خيريه موسسو له پاره په ميليونو بسپڼه راټوله کړي او دا مرسته بيا په خپله شخصي شتمنۍ بدله کړي.