لنډ خبرونه په متن او انځورکې
ننگرهار: راکټي بريد اووه ملکيان وژلي
په ننگرهار ولايت کې پر يوه شخصي موټر د توغندی لگيدنې په پيښه کې ۷ ملکيان وژل شوي دي. د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې په قربانيانو کې درې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ويل شوي دي چې يو طالب جنگيالي د يکشنبې په ماښام د يوه موټر د درولو هڅه کړې خو موټر نه دی دريدلی. پر دې د غبرگون په توگه د دغه جنگيالي نورو ملگرو له يوې نزدې تپې څخه پر موټر د راکټ بريد کړی. خو طالبانو دا خبر رد کړی.
په نيپال کې د يوې الوتکي په سقوط کې ۴۹ تنه وژل شوي دي
د نيپال په پلازمينه کتمندو کې د يوې بنگله ديشۍ الوتکې د رالويدو په پېښه کي ۴۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي. د پوځ وياند وويل چې د قربانيان شمير ښايي نور هم لوړ شي، ځکه الوتکه په بشپړه توگه سوځيدلې ده. د بنگله ديش د «يو ايس بنگله» هوايي شرکت دا الوتکه چې له پلازمينې ډهاکه څخه یې پرواز کړی وو او په ټولیزه توگه پکښې ۶۷ مسافر او د عملې څلور تنه سپاره ول، د کتمندو هوايي ډگر ته څيرمه لويدلې ده.
سيپري: د وسلې تجارت وده کړې ده
په تيرو پنځوو کلونو کې په نړۍ کي د وسلو تجارت لس سلنه زيات شوی دی. سيپري يا په ستاکهولم کې د نړيوالي سولي څيړنیز انستيتويت په خپاره شوي رپوټ کې ويل شوی چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کلونو ترمنخ د ټولو وسلو او تجهیزاتي توکو کابو يو پر دريمه برخه نزدې او منځني ختیځ هیوادونو ته صادره شوي دي. په دې پنځوو کلونو کې هم امريکا متحد ايالات له ۳۴ سلنه سره د وسلو تر ټولو ستر پلورونکی هیواد وو.
م.م: ۲۰۱۷م کال د سوریې د ماشومانو له پاره تر ټولو ناوړه وو
د ملگرو ملتونو په حواله د سوریې د جگړې له پيل راهیسې ۲۰۱۷م کال د دغه هيواد د ماشومانو له پاره تر ټولو ناوړه وو. د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف» له خوا زياته شوې ده چې په دغه موده کې۹۱۰ نجونې او هلکان وژل شوي او ۳۶۱ نور ټپيان شوي دي. زياته شوې ده چې د تير ۲۰۱۶م کال په پرتله د تائيد شويو مرگونو شمير۵۰ سلنه لوړ وو. د قربانيانو اصلي شمیر به تر دې هم زيات وي.
ترکیې د مسجدونو د سوځېدو له کبله د آلمان څخه د توضيحاتو غوښتنه کړې
په برلين او د بادن ووتمبيرگ ایالت په لاوفن سيمه کې مسجدونه ته د اور اچوني تر پيښو وروسته د ترکېې حکومت د آلماني چارواکو څخه د پيښو په هلکه د توضيحاتو د ورکړي غوښتنه کړې ده. په انقره کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي دي: «موږ وينو چې په دې وروستيو کې په آلمان کې د پي کې کې د ترهگریز سازمان په څير توکمپالو او اسلام ضد ډلو له خوا پر ترکي مسجدونو بريدونه زيات شوي دي.»
په هند کې زرونه بزگران د زیاتې دولتي مرستې له پاره سړکونو ته راوتلي
په هند کې کابو ۳۰۰۰۰ بزگران د لا زياتې دولتي مرستې د تر لاسه کولو له پاره سړکونو ته راوتلي دي. مظاهره کوونکي تر شپږ ساعته مارش وروسته په بمبي کې سره راټول شول. دوی د مهاراشترا ايالت له حکومت څخه د حاصلاتو په بدل کې د زياتو پيسو، دوی ته د کرهڼيزي ځمکو د ورکړې او د دوی د پورونو د بخښلو غوښتنه وکړه. د هند کابو نيمايي نفوس په ليري پرتو سيمو کې ژوند کوي او ۲۶۰ ميليونه انسانان د رزاعت له لاري ژوند کوي.
نيويارک: يوې څرخي الوتکې سقوط کړی
د چارواکو په حواله د نيويارک په «ايست ريور» ناحيه کې د يوې څرخي الوتکې د لويدو له کبله پنځه تنه وژل شوي دي. د «Eurocopter AS350» په نوم د دې څرخې الوتکې پيلوټ ځان ژغورلی دی. د الوتکې د سقوط علت تر اوسه روښانه شوی نه دی.