آلمان يوه بله ډله رد شوي افغانان اخراجوي
۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبهد افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د رد شوو افغانانو دغه ډله به د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسیږي.
د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشتې کې له آلمان څخه د افغانانو د اخراج د لړۍ له پیلیدو راهیسې تر اوسه په ۳۰ پروازونو کې په ټوله کې ۸۰۰ رد شوي افغانان بیرته خپل هیواد ته اخراج شوي دي. د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانانو اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده، ځکه چې د طالبانو او داعش پر ضد لا هم جګړه ادامه لري.
په وروستیو کې د افغانستان په جګړه کې د وژل شوو او ټپیانو شمیر یوې لوړې کچې ته رسیدلی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د تیر میلادي کال د جولای او سپتمبر میاشتو په منځنۍ موده کې کابو د ۱۲۰۰ کسانو وژل کیدل او تر ۳۱۰۰ زیاتو کسانو ټپي کیدل ثبت کړي وو. له ۲۰۰۹م کال راهیسې د ملګرو ملتونو له خوا په سیستماتیک ډول د تلفاتو د شمیر د ثبتیدو راهیسې دا په یوه ربع کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه وه.
د دسمبر میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر تدامیچي یاماموتو وویل چې په تیرو لسو کلونو کې په ټوله کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله تر ۱۰۰ زرو کسانو زیاته وه.
زموږ له آرشيف څخه: