میرکل مالدوویا ته سفر کوي
۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبهاعلان
د المان صدراعظمه انگلا میرکل، به د چهارشنبې په ورځ د مالدوویا جمهوریت ته ورسیږي چې په دې هیواد کې د سولې د هڅو ملاتړ وکړي.
په برلین کې دولتې سرچینو ویلي دي چې مالدوویا ته د میرکل سفر د هغو هڅو یوه برخه ده چې په ترڅ کې به ئې د دې هیواد او اروپايي ټولنې تر منځ اړیکې ښې شي.
میرکل به د المان لومړۍ صدراعظمه وي چې له دې هیواد څخه لیده کوي.