مېرکل: اروپايي اتحاديه د څلورلارې په سر واقع ده
۱۳۸۵ اسفند ۱۰, پنجشنبهاعلان
دا چې اروپايي ټولنه اوس پراخه شوې ده او د نړۍ وضعې هم بدلون موندلی دی ځکه بايد نوې لارې چارې ولټول شي. د اروپايي ټولنې په يوې غونډې کې به په راتلونکې اونۍ کې د ميرزا قلمۍ د کمولو او د اقليم او چاپيريال ساتنې په باره کې خبرې وشي. اروپايي ټولنه دې د مېرکل په وينا دا وښيي چې د اقتصادي ودې او چاپيريال ساتنې تر منځ کوم تضاد نشته. آلمان به د هغې په وينا هڅه وکړي تر څو چې د دوهه اقتصادي خبرې اترې بيا راژوندۍ شي.