1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه آسماني ډبره چې په آلمارۍ کې پرته وه

۱۳۹۹ تیر ۲۸, شنبه

دغه ډبره لومړی په حویلۍ کې او وروسته په يوه آلمارۍ کې پرته وه. اوس ثابته شوه چې هغه يوه آسماني ډبره ده. کارپوهان هم ډېر هيجانه دي.

https://p.dw.com/p/3fWaT
Deutschland  Steinmeteorit von Blaubeuren
د آلمان د هوايي‌ او فضايي‌ ادارې کارکونکی، ديتر هاينلاين له ياد شهاب يا آسماني ډبرې سرهانځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

کله چې هانس يورګ باير په خپله حويلۍ کې ځمکه اړوله څو يو نل پکې تېر کړي، نو يو دم يې دغه تيږه پيدا کړه. هغه نسبتا ډېره لويه وه چې د شلو او ۲۸ سانتي‌ مترو تر منځ اوږدې څنډې يې لرلې. خو په تېره وزن يې ډېر حيرانونکی وو. دغه ډبره څه باندې ۳۰ کيلو ګرامه وزن لري. خو نوموړي دغه ډبره بيا هم څه باندې ۲۵ کاله هملته په خپل ځای پرېښوده.

خو داسې ورځ هم راغله‌ چې باير غوښتل دغه ډبره لرې کړي. بيا يې فکر بدل شو او هغه يې په خپله کور کې وساتله. د هغه په خبره «د سطحې د جوړښت او وزن له کبله يې هغه وخت هم متوجه شوم چې دغه ډبره بې سارې ده.»

بيا پنځه کاله تېريږي څو چې د باير لېوالتيا بېرته راويښيږي. هغه يوه ټوټه ورڅخه بېلوي چې د آلمان د هوايي‌ او فضايي الوتنو د ادارې د شهاب يا آسماني‌ ډبرو د برخې څېړونکي، ديتر هاينلاين، ته رسيږي. نوموړی لومړی له فضا څخه د دغې ډبرې اصل ردوي او د اوسپنې اومه ډبره يې بولي. په برلين کې مېشت د ياد انستيتوت څېړونکی ښه په ياد لري چې دغه شی «هيڅ‌ شهاب ته ورته نه معلومېده.»

خو بيا هاينلاین د يوې ځانګړې آرې په مرسته يوه ټوټه ورڅخه بېله کړه چې لاندني جوړښتونه يې بې ساري ول. په درو نورو لابراتوارونو کې تر څېړنو وروسته دغه خبره تائيد شوه چې دا واقعيا يو شهاب يعنې يوه آسماني‌ ډبره ده. څېړونکي ورته مېتيوريت وايي‌ چې د کومت يعنې لکۍ لرونکي ستوري يا آسترويد يعنې يوې وړې لېږدېدونکې سيارې پاته شونو ته وايي.‌ دغه وړې آسماني ډبرې د ځمکې د کُرې اتموسفير ته تر ننوتلو وروسته په بشپړه توګه نه وي مروړل شوې، بلکې يوه ټوټه يې په لوړ آواز د ځمکې له سطحې سره جنګيږي او پکې ښخيږي.

د ښاغلي باير دغه آسماني ډبره په پېړيو پېړيو د ځمکې تر سطحې لاندې پرته وه تر څو پورې چې په ۱۹۸۹ کال کې يې په خپله حويلۍ کې وموندله. خو اوس دغه تيږه يو علمي کشف بلل کيږي. ځکه چې دغه آسماني‌ ډبره تر ټولو لويه دا ډول تيږه ده چې په آلمان کې تر دې دمه موندل شوې ده.

دغه ډبره اوس د «بېنتهولن» ځای نيسي

دغه آسماني تيږه اوس بلاوبويرن نومول شوې ده ځکه چې د اولم ښار ته څېرمه په بلاوبويرن کې وموندل شوه او په آلمان کې موندل شوې تر ټولو ستره آسماني‌ ډبره ده. د دې تر مخه د بېنتهولن په نوم د اولدنبورګ ښار ته څېرمه موندل شوې آسماني ډبرې چې څه باندې ۱۷ کيلوګرامه وزن يې درلود، دغه مقام خپل کړی وو. د برلين د څېړونکو په حواله هغوی ته ډېرې ډبرې ورلېږل کيږي. خو «له ۲۰۰۰ رالېږل شوو ډبرو څخه په تېرو ۱۵ کلونو کې يوازې درې اصلي آسماني ډبرې پکې شاملې وې.»

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: