هند او پاکستان: د خپلواکۍ او دښمنۍ ۷۰ کاله
د هند د خلکو د خپلواکۍ مبارزه ۷۰ کاله مخکې بریالیتوب ته ورسیده. هغه مبارزه چې د ۱۹ پیړۍ په دویمه نیمایې کې پیل شوې وه او د ۱۹۴۷ کال په اګست کې د پوځ په بریالیتوب د دوو هیوادونو هند او پاکستان په تشکیل سره پای ته ورسیده.
د بیریالیتوب شیبه او که د رنځونو پيل
د هند د آزادي غوښتونکو د غورځنګ یوه مشر او د دغه هیواد لومړني لومړي وزیر جواهر لعل نهرو، د ۱۹۴۷ کال د اګست میاشتې د ۱۵ نیټې په ماښام، د خپلواکۍ شیبه د هند د تاریخ نادره او یوه نوي دور ته د ننوتو دې شیبې په توګه یاده کړه، چې په کې چې ژوند او آزادي بیا زیږیدلې وي.
یو میلیونه قربانیان
په هغه وخت کې د نهرو دغه سیاسي ارزیابي او تر اوږدې مبارزې وروسته د هند د خلکو بریالیبتوب د دغه هیواد خلک راتلونکي ته خوشبينه کړل. هغه څه چې له واقعیت سره یې سمون نه درلود. د هند خپلواکي له دغه هیواد څخه د پاکستان په جلا کیدو تمامه شوه او دغو دواړو هیوادونو ته یې ډیرې ستونزې جوړې کړې.
اجباري مهاجرت
په دغه وخت کې له ۷ څخه تر ۸ میلیونه انسانان په هند کې خپلو ټاټوبو پریښودو ته اړ شول او پاکستان ته ولاړل. همدارنګه په ملیونونو انسانان له اوسني پاکستان څخه هند ته کډه شول. د تاریخي لیکونکو په حواله په سلګونو زره خلک د دیني او مذهبي تاوتریخوالي قربانیان شول.
له خپلواکۍ ۸ ورځې وروسته
لاهور کې د مسلمانانو او هندوانو له تاوتریخوالي ډکه مخامخ کیدنه. د دغو خونړیو نښتو پر مهال د هند ډیرې سیمې ویجاړې شوې. دا د کړاوونو او رنځونو د تاریخ پیل وو. د بنګله دیش د استقلال په جریان کې او همدارنګه په کشمیر کې نښتو ادامه ومونده.
ښایسته هیلې
د هند د خپلواکۍ غورځنګ د مشر مهاتما ګاندي هیلې د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي ډکو پښو په ترڅ کې له خاورو سره خاورې شوې. نوموړي په دغو حساسو شرایطو کې ویلي وو: «ممکن موږ متفاوته ادیانو پورې تعلق ولرو، خو موږ سره ورونه یو او ورونه یو بل په غیږ کې نیسي».
د زورزیاتیو رامنځته کیدل
ګاندي نه غوښتل چې د هند د خلکو د خپلواکۍ مبارزه دې د دغه هیواد په دوو برخو پر ویشل کیدو تمامه شي. خو د هندوانو او مسلمانانو تر منځ شخړو د خپلواکۍ له پاره د دوی مبارزه تر خپل سیورې لاندې راوستله چې یو پر بل له بې باورۍ او دښمنۍ سره مل وه.
بی اعتمادي او دښمني
د خپلواکۍ له پاره مبارزه په ممبي کې د ملي کنګرې له جوړیدو سره یوه نوي پړاو ته ور ننوته. په ۱۸۸۵ م کال کې د دغې کنګرې په ترکیب کې په مجموع کې له ۷۳ استازو څخه ۵۴ یې هندوان او یوازې ۲ تنه یې مسلمانان ول. هغه موضوع چې د مسلمانانو د عصبي کیدو سبب ګرځیدلی وه. همدا وو چې د دغې کنګرې پر پریکړو د مسلمانانو بی باوري ډيره شوه.
د مسلمانانو د اتحادیې مشر او د پاکستان بنسټ ایښودونکی محمد علي جناح
د ۱۹۶۰ م په کنفرانس کې د هند د مسلمانانو اتحادیې «آل انډیا مسلم لیګ» خپل هدف د مسلمان لږکیو له ګټو او سیاسي حقونو څخه دفاع اعلان کړه. خو په هغه وخت کې وضعیت توپانې او شیبه په شیبه د بدلون په حال کې وو. د دغه هیواد په سیاست کې د مسلمانانو د حضور پیاوړې کیدو په اړه د دغې اتحادیې هڅو په ۱۹۴۶ م کال کې نتیجه ورکړه. همدې موضوع دې ته زمینه مساعده کړه چې د پاکستان په نوم یو بل هیواد رامنځته شي.
بې پایله هڅې
د آل انډیا مسلم لیګ مشر محمد علي جناح او د هندوانو رهبر مهاتما ګاندي د هڅو سربیره د دغو دواړو دینونو د پیروانانو تر منځ رامنځته شوی درز او بې باوري پر خپل ځای پاتې شوه. له هند څخه د جدایي او د پاکستان د خپلواکۍ زمزمې په ۱۹۴۰م کال کې ډیرې شوې. په ځانګړي توګه د ۱۹۳۹ م کال د لاهور په پریکړه لیک کې د پاکستان د خپلواکۍ له موضوع څخه عملاً یادونه شوې وه.
د خپلواکۍ اعلان
د هند د ملي کنګرې او مسلمانانو اتحادیې د پلویانو تر منځ شخړې شیبه په شیبه په تاوتریخوالي اوښتي. د ۱۹۴۶ کال په اګست میاشتې کې په کلکته کې د نښتو په پایله کې په زرګونو انسانان ووژل شول. د هند سیاسي تحولات تر دې ځایه ورسیدل چې د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴ د پاکستان خپلواکي د بریتانیې د پارلمان له خوا اعلان شوه او څو ساعته وروسته یعنې د اګست د ۱۵ په سهار کې د هند خپلواکي په رسمیت وپيژندل شوه.
خونړۍ جګړې
د دوو هیوادونو تر جلا کیدو او تر هغې وروسته په جګړو کې نزدې یو میلیون انسانان ووژل شول. سربیره پر دې میلیونونه انسانان خپلو ټاټوبو پریښودلو ته اړ شول. د دوو مستقلو هیوادونو تر منځ نښتې او جنګونه د دوی د جلا کیدو له هم هغه لومړۍ ورځې پيل شوي وې چې دغه لړۍ اوس هم د کشمیر په سیمه کې روانه ده.
په کشمیر کې د جګړو دوام
محمد علي جناح غوښتل چې کشمیر د هندوستان له ولکې څخه وباسي او هندوستان هم د ځواکونو په استولو سره د دغې سیمې یوه لویه برخه تر خپل کنترول لاندې را وستله. تر اوسه پورې د کشمیر پر سر دری واره د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جګړه رامنځته شوې ده.
دوه اتومي قدرتونه
هند او پاکستان دواړه د خپلواکۍ اویایمه کلیزه لمانځي. دواړه هیوادونه اتومي او عصري دفاعي وسلې او سامان آلات لري. دا په داسې حال کې چې د دواړو هیوادونو اتباع په فقر کې ژوند تیروي او حتی د ژوند لومړني ضرورتونه یې هم نه دي تأمين.