هند د بيړني غبرگون توغندی بريالۍ ازموينه کړې
۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبهراپورونه وايي، چي هندوستان نن د«پنجنشبې په ورځ» په لومړي ځل د بيړني غبرګون لرونکي توغندی يوه کاميابه ازموينه کړې.
د هندوستان د دولتي آژانس IANS د راپور په حواله، د ميزايل دغه کاميابه تجربه په ختيځ ايالت اوريسه کي تر سره سوې.
دا پداسي حال کي ده چي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينټن تيره ورځ پر هندوستان ږغ کړی، چي د آسيا مشري په غاړه واخلي او د ګاونډيو هيوادونو پاکستان او افغانستان سره دي لا ډيري اقتصادي مرستي وکړي.
پاکستان او هندوستان د ډير وخت راهيسي د يو بل سره دښمني لري، دواړه هيوادونه د اټومي وسلو لرونکي دي او وخت نا وخته دغه دواړه هيوادونه د دغسي توغنديو د جوړولو تجربې کوي.
د هند د دفاع د څيړني مشر وايي چي دغه ميزايل په لوړه کچه د ازمويني وړتيا لري او کيدای سي په هره ساحه کي په نقليه وسايلو کي نصب سي. د دغه توغندی له پاره داسي ګرځنده نقليه وسايل جوړ سوي، چي په هر موټر کي شپږ دغسي توغندی ځايږي.
هندوستان د توغنديو د دفاعي سيستم پر جوړولو څو لسيزي تيري کړې، او په تيرو وختونو کي يې په لويديځ او شمال کي د ګاونډيو هيوادونو پاکستان او له چين سره جګړې هم کړي دي.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل