هندوستان تر امريکا مخکی شو
۱۳۸۷ فروردین ۲۶, دوشنبهد هندوستان د شمالي ايالت اوترپرديش په سانساراپورنومي کلي کې له اقتصادي پرمختگ څخه ډېر څه نه ليدل کيږي. سړکونه يې گردجن او کنډوکپر دي، يواځې د موټرسايکل ځغلولو د پاره مناسب. برېښنا په ورځ کې يواځې دوې گړۍ شته. تلفوني مري هېڅ وجود نه لري. دوه کاله وړاندې بايد سړی د تلفون کولو په منظور څو کليومتره ليرې گوري گنج ته تللی وای. د کلي مشر يا ملک رام چوراسيا وايي چې هلته هم ستونځې موجودې وې او زياتوي:
دا په نړۍ کې تر بل هر ملک نه لوړه اندازه ده. په دې ورځو کې هندوستان له امريکې څخه وړاندې شوی او د ٢٦٥ مليونو موبايل تلفونونو په درلودلو سره، وروسته له چين نه په نړۍ کې دوهم هېواد گرځېدلی. اوس ډېره زياته پاملرنه کليوالو سيمو ته کيږي. د هغه ١،١ ملياردي هېواد دوه پر درې برخه وگړي له لويو ښارونو نه د باندې ژوند کوي. د هند د تلفونونو د دولتي ادارې مشر ساب دايال ساکسينا څرگندوي چې اوس د موبايل تلفونونو د شرکتونو مشکل کليوالې سيمې دي. دی وايي:
(ښاري مارکټ ورو ورو په مړېدو دئ. هلته اوس د هرې متوسطې کورنۍ غړي موبايل تلفونونه لري.)
د دې پرمختگ بنسټيز علتونه اقتصادي رقابت او ټيټې بې دي، مثلا په دقيقه کې د يوه سنټ دريمه برخه لگښت.
(ساکسنا زياتوي، هرڅوک اوس له موبايل تلفون څخه گټه اخلي، ځکه موږ ډېر ارزانه کړيدي، مگر سره له هغه هم گټه کوو. خو د برخوالو شمېر ډېر زيات دئ. موږ زياته گټه د شمېر له مخې کوو.)
د موبايل تلفونونو عرضه کوونکي هنوز د پرمختگ زيات امکانات ويني. د انترنيت د مشکلاتو په نظر کې نيو لو سره اوس دوی زيات چانس په دې کې ويني چې د موبايل تلفونونو له لارې آدات وليږل شي.