هندوستان: د سړک د غاړي د غاښونو ډاکټران
په هندوستان کې اوس هم د سړک د غاړې د غاښونو ډاکټران شته. خو د منځني قشر د ودې له کبله د هغوی فعالیت له گواښ سره مخامخ دی. په ځانگړې توگه په لویو ښارونو کې ډیر مشتریان د پاکو او ښو صحي خدماتو غوښتنه کوي..
۱۴ کاله تر مخه الله بخش، له خپل ورور او وراره سره په گډه په بنگلور کې د سرویسونو تمځای ته څیرمه تر شنه آسمان لاندې د غاښونو کلینک پرانیست. هغه په ورځ کې په اوسط ډول شل ناروغان تداوي کوي.
الله بخش وایي چې «بې وزله خلک هم د ښو غاښونو درلودلو حق لري.» د غاښونو د ډاکټرانو رسمي اتحادیه وایي چې د بې وزلو خلکو له پاره د راجستر شوو ډاکټرانو د معالجې لگښت ډیر ناڅیزه دی او له همدې کبله «غیر قانوني» ډاکترانو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
نوي مصنوعي غاښونه په هندوستان او چین کې جوړیږي. لکه په انځور کې چې لیدل کیږي د دغه سړي د لاندینۍ او پاسنې ژامې لگښت ۱۰ یورو کیږي او څلور کاله باید دوام وکړي.
د غاښونو په دغو کلینکونو کې هر ډول مصنوعي ژامې او انفرادي غاښونه موجود دي او بیلا بیل قیمتونه لري. د یوه غاښ قیمت له یوې یورو څخه لږ دی. خو لکه د نوي ډهلي په شان ښار کې د منځني قشر له ودې سره چې د غاښونو د صحي درملنې غوښتنه کوي، د سړک د غاړی کلینکونو کاروبار له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د الله بخش، زوی پاشا یوه نوې ژامه چمتو کوي. د خپل پلار په شان هغه د غاښونو د ډاکټر په توگه کومه تخصصي روزنه نه ده لیدلې. په ۱۹۴۸م کال کې په دې هکله په هند کې تصویب شوی قانون د الله بخش په شان د سړک د غاړې ډاکټرانو ته لاره اواره کړې چې خپل دغه «طبابت» ته دوام ورکړي.
له دې سره سره چې په هندوستان کې هر کال ۳۰ زره د غاښونو ډاکټران خپلې زده کړې سر ته رسوي، خو د دغه هیواد په ښارونو کې د غاښونو د ډاکټرانو کمبود شته او په متوسطه توگه د هرو لسو زرو کسانو له پاره یو ډاکټر موجود وي. په لیرې پرتو سیمو کې خو آن د ۲۵ زرو کسانو له پاره یو ډاکټر وي. نو له دې کبله د الله بخش په څیر د سړک د غاړې د ډاکټرانو د کاروبار د پای ته رسولو ورځ لا تر اوسه معلومه نه ده.
د نوي غاښ د کښیودلو وروسته له ناروغ څخه غوښتنه کیږي چې په یوه کلک شي، غاښ ولگوي، تر څو د غاښ کلکوالی وازمویل شي.