1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: د ګازو په یوه چاودنه کي ډیر کسان مړه او ټپيان دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

د هندوستان د اندرا پردیش ایالت په یوه فابریکه کي د ګازو په چاودنه کي حداقل۹ انسانان وژل سوي دي. ۳۰۰ نور ټپیان سوي. په هندوستان کي اکثره وختونه داسي پيښي رامنځته کیږي.

https://p.dw.com/p/3btBZ
Indien Chemieunfall bei Visakhapatnam
انځور: AFP

د هندوستان پولیسو خبر ورکړی دی، چي د کیمیاوي فابریکې د ګازو د چاودني د ځای څخه درې کیلومتره لیري د اندرا پردیش ایالت د مرکز، ویسا کاپټنم اوسیدونکي هم دامن ځایونو ته انتقال سوي دي. د دغه ایالت د اضطراري حالت آمر یوه محلي ټلویزوني چینل،NDTV ته ویلي دي، چي هغه ګاز چي فابریکه یې د پلاسټیکو د تولید پخاطر استعمالوي، د شپې په نیمايي کي لیک سوی ؤ. خلګو د هغه خراب بوی احساس کړی ؤ. خو سهار وختي د ګازو راوتل بند او پیپونه یې بیرته ترمیم سول.

د هندوستان صدراعظم ناریندرا مودي په یوه تویت کي ویلي، چي »دئ د ښار د خلګو د امنیت او ارامۍ له پاره دوعا کوي.«
د ګازو د چاودني پروخت د خلګو پاملرنه

Indien Chemieunfall bei Visakhapatnam
انځور: AFP

محلي حکومت د خلګو څخه غوښتي دي، چي د لندو ماسکونو او یا دستمالانو سره خولې او پزي پټي او وساتي. همدارنګه د خپلو کورو څخه را ونه وزي. په تویت کي نشر سوي تصویرونه ژغورونکې عمله، پولیس، اطفائیه او امبولانسونه ښکاره کیږي.

د محلي حکومت په حواله دغه فابریکه د جنوبي کوریا په شیمیکال شرکت پوري اړه لري. هغه داسي پلاسټیک تولیدوي، چي د استهلاکي اموالو، لکه د ساعت تیري سامان الاتو له پاره استعمالیږي. کوریايي شرکت هم خبر ورکړی دي، چي د ګازو د پيپ لیک یې ترمیم کړی دی. د شرکت په خبره د هغه تنفس کیدلای سي د خوا ګرزیدو او کسالت سبب وګرزي.

په ۱۹۸۴م کال کي د هندوستان په تاریخ کي د ګازو د چاودني تر ټولو لویه فاجعه رامنځته سوه. هغه وخت په بوپال کي د پوډرو په یوه فابریکه کي د سخت زهرجن ګاز د راوتلو په نتیجه پر ښار باندي یوه توره وریځ خپره سوه. د بشر د حقوقو د فعالینو په حواله په دغه فاجعه کي تر۲۰۰۰۰ اضافه انسانان مړه او په سل هاوو زره نور ناجوړه سوه.