هندوستان غواړي په تاجکستان کي پوځي روغتون پرانيزي
۱۳۹۰ آذر ۱, سهشنبهورځپاڼه لیکي هندوستان په پام کي لري، چي دوباره په تاجکستان کي يو پوځي روغتون پرانيزي، چي د جوړيدو ځای يې د هغه هيواد مرکز دوشنبې ته څيرمه هم ورته ټاکل سوی دئ.
څو کاله وړاندي هندوستان په پام کي درلوده، چي په تاجکستان کي يو پوځي روغتون پرانيزي. خو د ۲۰۰۱ ميلادي کال وروسته چي افغانستان ته د ترهگرو د څپلو له پاره ناټو ځواکونه ننوتل، هندوستان ددغه ناکراره سيمي څخه ځان بيرته وپيچئ.
د ټايمز د معلوماتو له مخي، دواړي خوا پردې باندي هم خبري کوي، چي د هندوستان څرخي او جنگي جيټ الوتکي په تاجکستان کښي ځای پر ځای سي که څنگه.
که چيري دغي موافقې ته سره ورسيږي نو هندوستان به د روسيې جوړ څرخي او جيټ جنگي الوتکي په تاجکستان کي ځای پر ځای کړي.
د ورځپاڼي په خبره د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره اوس سيمه ييز هيوادونه او په ځانگړې توگه هندوستان غواړي چي د هغه هيواد سرحدونو ته نزدې خپل ستراتيژيک حضور وساتي.
افغانستان د تاجکستان سره شاوخوا ۱۴۰۰ کيلومتره اوږده پوله لري.
څو ورځي مخکي د روسيې ارکان حرب هم د افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو تر وتلو وروسته د يوې بلې جگړې د پيلېدو خبره کړې وه.
نيکولای مکاروف يه مسکو کي د خبريالانو سره د خبرو پرمهال ويلي وو،چي د مرکزي اسيا په هيوادونو کي کيدای سي، چي هر ډول جگړه پيل سي. « موږ بايد دې ته تيار اوسو»
د هغه په خبره دا کيدای سي يو سيمه ييزه جنجال وي. «خو هغه بيا کيدای سي په يوې ستري جگړې بدل سي.»
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش