هولي: د رنگونو پاشلو جشن
د پسرلي موسم په پيل کې د هندوانو مشهور رسم هولي په هندوستان کې یو له مهمو ملي رخصتیو څخه دی. په دغه ورځ خلک خپل دوستان راټولوي او یو پر بل رنگونه شیندي.
د هولي جشن
هولي د رنگونو یو جشن دی. دغه مراسم د پسرلي موسم د راتگ تر څنگ د فصلونو د ښو حاصلاتو په خوښۍ کې هم لمانځل کیږي. سږ کال د هولي میله د مارچ مياشتي پر ۱۷ نیټه ولمانځل شوه. د هولي د خوشحالیو لمانځل په اصل کې پر شر د خیر د بریالیتوب یوه نخښه گڼل کیږي.
د هندوانو بگوان کرشن
د معلوماتو پر اساس د هندوستان شمالي ښار«ماتهرا» د هندوانو د بگوان کرشن د زیږیدو ځای دی. په دغه ځای کي د هولي جشن تر ۱۶ ورځو پوري لمانځل کیږي. میله د هندانو له خوا په عبادت سره پيلیږي چې وروسته بیا د بگوان کرشن او د هغه د معشوقې رادا په یاد کې سندري ویل کیږي.
شوخۍ ته هڅونه
د هندوستان په اتراپردیش ایالت کې د هولي خوشحالۍ په ډیر په زړه پوري انداز کې لمانځل کیږي. په دې ترڅ کې سړي ښځو ته د خوشحالۍ سندري وايي، په داسي حال کې چې ښځي بیا په کوتکونو سره د نارینه وو هرکلۍ کوي.
د همغږۍ او یووالي څرگندول
د هولي جشن پر مهال خلک خپل منځي خفگان او اختلافات له یاده باسي او یو له بل سره خپله همغږي او یووالی څرگندوي. خپلوان یو بل ته سوغاتونه وړي. په رنگونو سره رنگ شوي هیڅ یو تن له دې کار څخه بد نه وړي.
په بنگو نشه کیدل
د هولي په مراسمو کي یو هم د بنگو څښل دي. دغه نوشابه په اصل کې د بنگو بوټي پاڼي ټکول یا میده کیږي او وروسته يي بیا له شیدو سره یوځای کوي.
هولي اوس یو نړیوال رسم گرځیدلی دی
هولي اوس یوازي په هندوستان پوري نه محدودیږي. دا جشن د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم لمانځل کیږي د بیلگی په توگه په آلمان کې دغه مراسم د یوې نندارې په شکل لمانځل کیږي. په دغه انځور کې د هولي هغه جشن لیدل کیږي چې د آلمان په مونشن ښار کې لمانځل شوی دی.
پسرلي ته ښه راغلاست ویل
دغه مراسم د خدای ج د شکر ادا کولو یوه طریقه هم گڼل کیږي چې د هغه د رحمت له امله ځمکو ښه حاصلات درلودل او د پسرلي موسم پيل شو.
د سیمه ییزي او نوې موسیقۍ گډول
یوه روښانه ورځ او په هندي تال سره د ټینکو موزیک او رنگونو یوځای کول په اروپا کې د یوې نندارې د وړاندي کولو او یا لمانځلو له پاره کافي وي. په دغه انځور کې د آلمان په «دریسدن» ښار کې د هولي لمانځل ښوول شوي دي.
هري خواته رنگونه
د هولي په مراسمو کې استعمالیدونکي عنعنوي رنگونه د زعفرانو له پاڼو او میوې څخه جوړیږي. همدارنگه په دا وروستیو کې د کیمیاي رنگونو استعمال هم دود موندلی دی خو خلک د چاپيریال ساتني او روغتیا په موخه د بې ضرره او طبیعي رنگونو استعمال ته ترجح ورکوي.
هولي د ټولو له پاره
په هندوستان کې ښځي، ماشومان، ځوانان او سپينږیري ټول د هولي مراسمو د لمانځلو له پاره راټولیږي. خلک خپل دوستان هم راټولوي او یو پر بل رنگونه پاشي. په دغه ورځ مالگین او خواږه خوراکي مواد هم تیاریږي. د دغه هیواد په ډيرو برخو کې لویان بنگ له شیدو سره یوځای کوي او څښي يي.