هُدهُد طوفان د هند ساحل ته ورسېد
۱۳۹۳ مهر ۲۰, یکشنبههُدهُد طوفان د يکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۲مه) په ځايي وخت تقريبا ۱۲ بجو د هند په ختيځ کي پرتو ساحلي سيمو ته ورسېد. دغه طوفان چي ۱۹۵کیلو متره في ساعت سرعت يې درلود، ونې له بيخه ايستلي او ودانيو ته يې زيانونه اړولي دي.
د هند د اندهرا پردېش بندري ښار ويساخاپاتنام د هُدهُد طوفان څخه زيات تاوانونه ليدلي دي. په دغه ښار کي لږ تر لږه د دوو انسانانو د وژل کېدو خبر ورکول سوی دی. دغه ښار د هند د سويل تر ټولو لوی ښار دی چيري چي د هند سمندري ځواک خپل تر ټولو لوی سمندري مقر لري.
د هند د سمندري پوځ لوړپوړي چارواکي اميرالبحر ايس کې ګرېوال، رسنيو ته ويلي دي چي د طوفان په سرعت کي د هغه وروسته لږوالی راغلی کله چي د سمندر څخه وچي ته ورسېد. نوموړي ويلي دي چي اټکل کيږي چي د طوفان سرعت به د يکشنبې د ورځي په جريان کي بېرته زيات سي.
يوازي د اندهرا پردېش او اوريسا ايالتونو څخه تر ۳۵۰ زرو څخه زيات انسانان د طوفان د سيمو څخه و خوندي سيمو ته انتقال کړل سوي دي. دا د هغه څخه تر مخه چي طوفان د سمندر څخه وچي ته ورسيږي. اټکل کيږي چي د هُدهُد طوفان څخه به د هند د ساحل تقريبا ۳۰۰ کیلومتره اوږده برخه اغېزمنه سي.
په هند کي د طبیعي حوادثو سره د مبارزې د ملي مرستندويانو تقريبا ۱۷۰۰ کسان په طوفان ځپلو دوو ايالتونو کي د تيارسئ حالت ته راوستل سوي دي. د هند سمندري او مځکني پوځي قواوي هم په طوفان ځپلو سيمو کي مرستو ته چمتو دي.
د هند د اندهرا پردېش ايالت په ولسواليو سريکاکولام، ويجاياناګرام، ويساخاپتنام او په ختيځ ګوداواري کي لږ تر لږه د ۱۴ مليونو انسانانو نفوس درلودونکي سيمي د هُدهُد په لاره کي پرتې دي. په عمومي توګه د اپريل او نوامبر مياشتو تر منځ د هند په ختيځو ساحلي سيمو کي طوفانونه راځي. دغه طوفانونه په هند او ګاونډي هيواد بنګله دېش کي د زياتو ځاني او مالي تاوانونه باعث ګرځي.