1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان په کمپونو ناهيلې مهاجر او د ژوندانه لږ امکانات

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

د یونان په کمپونو کې بشري وضعيت ډير خراب توصیف کيږي. هغه کمپونه چې د شپږ زرو کسانو له پاره جوړ شوي اوس په کې څو برابره ډير مهاجر ژوند کوي. يونان وايي چې ۲۰ زره مهاجر وچې ته انتقالوي.

https://p.dw.com/p/3VBbb
Griechenland Flüchtlingslager auf Lesbos - Zelte im Schnee
آرشيفانځور: Getty Images/AFP

د فرانسې خبري آژانس چې سيمه ته تللې ليکي، کانګويي مهاجر سيلوا کومبا د یونان په شمالي غرونو کې د سکي وهلو په يو پخواني ځای کې چې اوس ورڅخه کار نه اخیستل کيږي په دهليز کې ناست دی او له کړکې باندې د سپينو واورو ننداره کوي. ۳۰ کلن کومبا په ډيره ناهيلۍ سره وايي: «زه به له لسبوس څخه په موريا کمپ کې پاتې کيدلو ته ترجيح ورکړم.» د ليسبوس ټاپو په کمپ کې وضعيت ډير خراب دی. په دغه کمپ کې د اصلي وړتيا څخه شپږ برابره ډير مهاجر ژوند کوي.

خلاص محبس

هغه زیاتوي: «هلته موږ لږ تر لږه له باندې نړۍ سره اړيکې درلودې. خو دلته موږ داسې احساس کوو لکه په يوه خلاص محبس کې چې يو.»

کومبا شاوخوا دوه میاشتې مخکې، د خپلې ميرمن او دوو ماشومانو سره د یونان د واسيليتسا سيمې د سکي وهلو يو پخواني ځای ته چې اوس ورڅخه کار نه اخیستل کيږي لیږدول شوی دی. دغه ځای په زر متره لوړه ارتفاع کې واقع دی او تر ټولو نژدې ښارګوټې ورته په ۴۵ کيلومترۍ کې پروت دی. په دغې غرنيزه سیمه کې د انسانانو په پرته لا د لیوانو او ييږو شتون ډير دی.

په واسيليتسا کې اوس مهال د افغانستان، سورېې، سوماليا او کانګو هیوادونو ۱۱۶ تنه مهاجر ژوند کوي. خو دوی خپل ورځنی ژوند څنګه تيروي؟ د کانګو پخوانی فوټبالر مابيکا زورديل وايي: «موږ له خوبه ويښيږو، تلويزيون ګورو او بيا بيرته ويده کيږو. دا زموږ ژوند او د ژوند کولو يوه طریقه ده.»

Griechenland Geflüchtete auf der Insel Samos
په افريقا کې بې ثباتي د مهاجرتونو يو لوی دلیلانځور: Infomigrants/N. Ahmadi

له بد نه بدتره

سوماليايي مهاجر ۳۸ کلن نورالدين اينتز وايي موافق دی چې د يونان په آژه ټاپو کې دې ته ورته د ګڼې ګوڼې ډګ کمپ کې «امکانات بهتره ول.» دی وايي: «دلته ساعتونه نه تيريږي نو ټول ژوند به څنګه تير کړې؟ يوازينی هيله چې لرو هغه دا ده چې دا هر څه به بدل شي.»

په افريقا کې بې ثباتي، له دغې وچې اروپا پر لور د مهاجرتونو يو لوی لامل ګڼل کيږي.

د دوبي او مني په موسمونو کې يونان ته د ترکيې له لارې د رسيدلو مهاجرو شمير په ډيره چټکۍ لوړ شو. دغه مهاجر د يونان لیسبوس، خيوس، ساموس، کس او ليروز ټاپوګانو ته راورسيدل.

د حکومتي آمارو له مخې اوسمهال د يونان په ټاپوګانې کې څه باندې ۴۰ زره کسان اوسیږي چې له دې ډلې څخه څه باندې ۳۷ زره يې په داسې کمپونو کې اوسیږي چې په اصل کې د ۶ زره کسانو ظرفیت لري.

د یونان په ټاپوګانو کې د مهاجرو په ډيريدو سره د يونان صدراعظم کيرياکوز ميتسوتاکیز ژمنه وکړه چې د روان کال تر پايه به ۲۰ زره مهاجر د يونان وچې ته انتقالوي.

خو دغه پلان د يونان په مختلفو ښارونو کې د خلکو له اعتراضونو سره مخ شو، اعتراض کونکو له حکومت څخه وغوښتل تر څو مهاجرو له پاره نور جلا ځايونه جوړ کړي.

د مرستې په بدل کې ګواښونه

 په اکتوبر مياشت کې د یونان سالونيک ښار ته نژدې په ویراسنا ښارګوټي کې د يوه هوټل خاوندې وویل چې وروسته له هغې چې يوه ډله مهاجرو ته يې په موقتي توګه ځای ورکړ، د اوراچونې ګواښونه يې ترلاسه کړل. 

په واسيليتسا ته راوستل شوی کانګويي مهاجر زورديل وايي چې د فوټبال له ځايي کلب څخه يې وغوښتل چې تمرينات ورکړي، خو پر وينا يې چې غوښتنه يې ونه منل شوه. هغه وايي: «کيدای شي علت به ېې دا وي چې زما تور پوستکی يم.»

Griechenland Geflüchtete auf der Insel Samos
د يونان په کمپونو کې دمختلفو هيوادونو مهاجر میشت ديانځور: Infomigrants/N. Ahmadi

بيکاري او نه مصروفيت

زورديل او د هغه نژدې ملګری ۱۷ کلن دانيل ايليپو د ورځې له خوا تر ډيره بیکاره دي، دوی له پاره داسې امکانات چې ځان پرې مصروف کړي، ډير کم دي. يوازيني مصروفيت هغه دی چې کله په اوونۍ کې دوه ځله ورته په لاريو کې د پوليسو په مرسته خوراکي مواد راوړل کیږي او دوی هغه ورځنې اخلي.

ځکه خو دغه دواړه کانګويي مهاجر دې ته منتظر دي چې يوه ورځ د سکي په ميدان کې وريدلې واورې ويلي شي او بيا په کې دوی د فوټبال لوبې وکړي. دوی وايي خپل هيواد يې وروسته له هغې پريښود چې خپلوان يې ووژل شول.

په عین وخت کې د دوی وطنوال، سيلوا کومبا هم له خپلې ميرمنې او ماشومانو سره ناست دی او پر دې فکر کوي چې هغه به څنګه د خپلې کورنۍ له پاره د يونان په دغو غرونو کې ژوند جوړ کړي. هغه وايي: «زه غواړم چې يوناني ژبه زده کړم، يو کار پيدا کړم او کورنۍ سره مې يو عادي ژوند ولرم.» کومبا وايي: يو زوی مې لس کلن دی او هغه په ښوونځي کې نه دی. زه د کوم داسې پارونکي شي غوښتنه نه کوم.»

      Mks/aa/str/jph/jj/kaf

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: