1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې پوځي چورلکه لوېدلې، څلور عسکر پکې مړه شوي

۱۳۹۹ دی ۷, یکشنبه

د پاکستان د شمال په يوه غرنۍ سيمه کې يوه پوځي څرخي الوتکه لوېدلې چې د پيلوټ په شمول څلور تنه سرتېري‌ پکې وژل شوي دي. دغه خبره د پاکستان پوځ کړې ده.

https://p.dw.com/p/3nFQF
Pakistan Helikopter Absturz
آرشيف انځور ـ په ۲۰۱۵ کال د پاکستان د يوې څرخي الوتکي د لوېدني انځورانځور: picture-alliance/dpa

دغه چورلکه د شنبې په ورځ د ګلګيت بالتستان په سيمه کې د «د تخنيکي وجوهاتو له مخې» ولوېده په داسې حال کې چې يو سرتېری يې د سکردو پوځي روغتون ته لېږداوه.

دغه خبره د پاکستان پوځ‌ په يوه خبرپاڼه کې کړې ده. پاکستان د پوځي او ملکي هوايي چلند په برخه کې په تېرو څو کلونو کې د ډېرو الوتکو او چورلکو د لوېدو پېښې ليدلې دي.‌

د پاکستان د نړيوالو هوايي کرښو (پي آي ای)‌ يوه الوتکه سږ کال په کراچۍ ښار کې ولوېده چې ۹۸ تنه پکې ووژل شول. د ۲۰۱۵ کال په اګست کې ۱۲ تنه د پاکستان په شمال لويديځ کې د يوې پوځي چورلکې په لوېدلو سره مړه شول.

د همغه کال په می مياشت کې يوه بله پوځي چورلکه هم د ګلګيت په يوه تفريحي سيمه کې ولوېده چې د دوو بهرنيو سفيرانو په ګډون په کې اووه تنه ووژل شول.

ګلګيت بالتستان د غرونو د لوړو څوکو له کبله شهرت لري چې د چين، افغانستان او د هند تر کنترول لاندې کشمير تر منځ‌ يوه مهمه ستراتيژيکه سيمه ده.

AFP/ن ص/ا ا