په افغانستان کې د روانو جګړو او ناکراریو سربیره، د غیر مسوول وسلوالو کسانو شتون هم ګڼ شمیر افغانان اندیښمن کړي او د حکومت پر مدیریت یې شکونه را پیدا کړي دي. سربیره پردې، داسې نظرونه هم شته چې د غیر مسوولو وسلوالو کسانو فعالیت او شتون نه یوازې ټولنې بلکې د سولې پروسې ته هم زیان رسولی شي.