په اروپا کي کوم هیوادونه تر ټولو کوچني دي؟
ليښتنشتاین د جنورۍ په ۲۳مه خپله ۳۰۰ مه کلیزه ولمانځله. دا په اروپا کې تر ټولو کوچنی هيواد نه دی، د اروپا نور کوچني هیوادونه دلته وپيژنئ.
لوکزامبورگ:يوازنې او بې جوړې
لوکزامبورګ چې د موزل سیند پر غاړه پروت دی، په حقيقت کې بايد د اروپایي کوچنيو هيوادونو په کتار کي نه راشي. په نړۍ کې د نورو کوچنيو هيوادونو په پرتله بیا هم په ريښتيا سره چې دغه هيواد ستر دی. لوکزامبورګ، له بلجيم او فرانسې سره ګډ سرحد لري. نفوس يې ۶۰۰ زره او مساحت يې ۲۶۰۰ کلومتر مربع دی. يعنی له برلين څخه نژدې درې برابره زیات وسعت لري.
شپږم هیواد: اندورا
د کوچنيو اروپایي هيوادونو په فهرست کې، اندورا د یو مستقل هیواد په توگه په شپږم مقام کې ځای لري. دغه هيواد د فرانسې او اسپانیا تر منځ د پيرانه غرونو په ارتفاع کې پروت دی. اندورا کوچنی هیواد دی. د بيلګې په توګه لوکزامبورګ د اندورا په پرتله پنځه برابره ستر دی او جمعیت يې هم د اندورا اته برابره دی. سره له دې هم اندورا له اته زره جمعيت او ۴۷۰ زره کلومتر مربع مساحت سره په شپږم مقام کې ځای لري.
پنځم مقام: مالتا
مديتراني سمندرگي په مرکز کې مالتا د ټاپو ګانو یوه مجموعه ده، چې د ايټالیا له سیسيلي سره ډير واټن نه لري. د مالتا ټول مساحت ۳۲۰ کيلومترمربع دی، يعني د آلمان د بریمن څخه هم وړوکی، چې د آلمان تر ټولو کوچنی ايالت دی. مالتا له ۴۶۰ زره جمعيت سره د نورو وړو هیوادونو سره په سیالۍ کې دی. لکه لوکزامبورګ سره. د مالتا درې ټاپوګان د استوګنې وړ دي: د مالتا ټاپو(د هیواد پلازمینه) آفګوزوو او کومينو.
په څلورم مقام کې: ليشتنشتاين
لیتنشتاين د روانې جنوري میاشتې په درويشتمه نيټه يې خپل ۳۰۰ مه کالیزه ولمانځله. له ۱۶۰ کيلومتره مربع مساحت سره چې د (مالتا نيمای مساحت کيږي) د اروپایي کوچنيو هیوادونو په کتار کې څلورم مقام لري. دغه د شاهزاده ګانو ځای له ۴۰ زره جمعيت سره، د سويس او اتريش تر منځ پروت دې.نو ځکه د حيرانتیا وړ نه ده چې آلماني ژبه د دغه هیواد اصلي ژبه ده. (پورتنې عکس Vaduz کلا د شاهزاده ماڼۍ)
په دريم مقام کې: سن مارينو
سن مارینو د نړۍ تر ټولو لرغونې جمهوريت د ايټاليا په زړه کې پروت دی. دغه هیواد د ۶۰ کيلومتره مربع مساحت سره تقریبا د امريکا د منتهن په اندازه کوچنې دی. سن مارينو ۳۴ زره نفوس لری او ايټالوي يې رسمې ژبې ده. کاتولیکان د دغه جمعیت ۹۰ سلنه نفوس جوړوي. خو نور هيوادونه هم شتون لري چې په بشپړه توګه د ايتالویانو او حتی د کاتولیانو تر ولکې لاندې دي.
په لومړي مقام کې واتیکان
واتیکان نه يوازي د اروپا تر ټولو کوچنې هيواد دی، بلکې د نړۍ تر ټولو کوچنی هيواد ګڼل کيږي. په ۴۴۰ زره متره مربع ځمکه کې زر تنه انسانان ژوند کوي. دغه مساحت لکه د مونشن په ښار کې د جشن لمانځلو ځای په اندازه دی. واتیکان هغه یوازنې هیواد دې چې لاتين ژبه يې رسمې ژبه ګڼل کيږي. دغه راز يوازنی هیواد دی چې د يو ښار په زړه (روم) کي پروت دی او واکمني يې د مسیحي کاتولیکانو د مذهبي مشر پاپ په لاس کې ده.
له اروپاي اتحادیې څخه معافیت
له دغه هيوادونو څخه يې ځيني په دغه نقشه کي نه وينو. دغه شپږ کوچني هيوادونه د نورو هیوادونو تر منځ ورک دي. ډيری دغه هيوادونه د اروپاي اتحاديې غړي نه دي،خو له ګټو يې برخه مند دي. وجه يې معاهدې دي چې له سترو ګاونډيانو سره يې لري. پرته له مالتا او لوکزامبورګ څخه چې د اروپا غړیتوب يې تر لاسه کړې.