په افغانستان کې د سړې هوا شدیده څپه او د خلکو ستونزي
په افغانستان کې د ژمي يخي هوا له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ افغانانو ژوند لا پسې سخت کړی دی. له دې کبله انساني تلفات زيات شوي.
کابل په یخه هوا کې
د افغانستان د پلازمینې کابل يوه څنډه. د رسمي شمېرو له مخې یوازې په جنورۍ میاشت کې د يخي هوا له کبله تر۱۶۰ ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سونګ توکو پر ځای د پلاستیکو کارونه
یو ماشوم تر منفي صفر درجې پورې ټیټې هوا کې پلاستيکي کثافات د سوځولو له پاره له ځان سره وړي. د سوځولو له پاره کافي لرګي او نور توکي نشته. پر طالبانو د بنديزونو له کبله اقتصادي وضعیت خراب شوی دی. د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د يخي هوا له امله تر ۷۰ زره ډېر څاروي له منځه تللي دي. د څارویو پالنه په افغانستان کې د ډېرو خلکو له پاره د خوړو او عاید یوه مهمه سرچینه ده.
د بدن ګرم ساتلو له پاره جسمي فعالیتونه
هلکان د کرکټ لوبې له لارې ځانونه ګرموي؟ په افغانستان کې سخت ژمی عادي دی، خو منفي ۳۳ درجې هوا چې د افغانستان په غور ولایت کې اندازه شوې، بې مخینې وه. د هوا پېژندونکو په وینا، دا احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې د هوا حالات تر دې هم پېچلي شي.
د ځان ګرمولو له پاره ټول تر یوې کمپلې لاندې راټول دي
په کابل کې د عاشور علي کورنۍ له خپل ماشومانو سره تر یوې کمپلې لاندې د دې له پاره راټول دي چې ځانونه ګرم وساتي. د افغانستان له پاره نړیوالې مرستې سختې شوې دي. یوازې درې ميلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي. وروسته له هغې چې طالبانو افغان ښځینه کارکوونکي له غیر دولتي سازمانونو څخه منعې کړې، ډېرویو سازمانونو خپل فعالیتونه د ځو اونیو له پاره ځنډولي دي.
مرستو ته نه لاسرسی یا د مرستو نه شتون
یوه وړوکې نجلۍ د کابل پر واورو پوښلي سړک د اوبو بوشکې وړي. د اوبو نلونه په ډېرو برخو کې یخ وهلي دي. ډېري کورنۍ حتی د خپلو کورونو د تودښت له پاره وسیله نه لري او یوازې د شپې له خوا د بدن ګرم ساتلو له پاره ډبلې کمپلې کارولای شي. د جرمني د دپلوماتانو په وینا اوس د ژمي په دې سړه دوره کې د دې وخت رارسېدلی چې طالبان بالاخره پر خپلو وروستیو بندیزونو له سره غور وکړي.
په افغانستان کې یخ
که څه هم په افغانستان ډېر خلک له فقر سره لاس او ګریوان دي، خو سږ ژمي او یخي هوا بيا ډېر افغانان له کړاونو سره مخ کړي دي. په افغانستان کې د ډېرو واورو اورښتونو له امله زیاتره کسانو خپل کاروبار له لاسه ورکړی دی.
د ښځو ستونزې
د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او د سخت چلند پر وېرې سربېره، ښځي ځینې وختونه د اړینو کارونو له پاره له خپلو کوچنیو ماشومانو سره په یخنۍ کې تګ راتګ کوي.
د ژوندي پاتېدو له پاره
ډېر خلک مجبوره دي چې د سوځېدو وړ هرډول توکي وسوځوي ترڅو د شدیدې یخنۍ په مقابل کې خپل ژوند وژغوري.
بندې لارې
سختې واورې ورېدنې د هېواد مهمې لارې تړلې دي. دغه وضعیت په ډیرو سیمو کې د پخوا په پرتله د خوراکي توکو رسول ستونزمن کړي دي.
د ماشومانو کار
هغه ماشومان چې خپله لا د یخ موسم له پاره مناسبې جامې نه لري، د واورې پاکولو له پاره لاس پکار شوي دي.
له واورې د ماشومانو خوند اخیستل
سره له ټولو ناخوالو، د ژمي واوره د نړۍ د نورو سیمو په څېر د ماشومانو له پاره خوشالي راوړي.