1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
امریکا متحده ایالات

په امریکا کې یوه بلیک هاک ډوله چورلکه رالوېدلې ده

۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبه

د امریکا په سویلي ایالت الباما کې د چهارشنبې په ورځ یوې لویې لارې ته نږدې د بلیک هاک ډوله یوه پوځي چورلکه د حادثې ښکار شوې ده. په دې پيښه کې د ملي ګارد دوو سرتیرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Na22
USA | Black Hawk in Alabama abgestürzt
انځور: Chris Montgomery/AP/picture alliance

د ټینیسي ملي ګارد له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دغه چورلکه په هنټس ویلې ښار کې د یوه روزنیز پرواز په حال کې وه چې یوه سړک ته نږدې راوليوده. د نوموړي ادارې په حواله په هیلي کوپتر کې سپاره دواړو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هند په هیواد کې دننه جوړې شوې چورلکې نندارې ته وړاندې کړي

هارویسټ د هنټس ویلي، په شمال لویدیځ کې پروت دی، چیرې چې د مارشل سپيس د الوتنې مرکز واقع دی. دلته د امریکایي پوځ د وسلو یوه زیرمه هم موجوده ده.

نیشل ګارد د حکومتي پوځ ځواکونه او د امریکا د ریزرو ځواکونو یوه برخه ده چې د اړتیا په صورت کې ورڅخه په ملي کچه ماموریتونو کې ګټه اخیستل کیږي. د دې پيښې د رامنځته کیدو د علت په هکله پلټنې روانې دي.