په ايران کي د وژل سوو افغانانو جسدونه را انتقال سول
د هرات ولايت د کهسان سرحدي ولسوالۍ په سوو خلکو نن پنجشنبه (۲۰۱۳ کال د اپريل) په ایران کې د خپلو ۱۳ تنو وژل شویو دوستانو د مړیو تابوتونه په هرات کې د ایران کنسلګرۍ مخ ته د دوو ساعتونو له پاره د احتجاج په توگه کښېښوول.
احتجاج
د هرات ولايت د کهسان ولسوالۍ د دغو ١٣ تنو وژل شوي کسان خپلوان وايي چي هغوی نزدې اته مياشتې دمخه ايران ته د تګ پر مهال د ايراني عسکرو له خوا ووژل شول او مړي یې د هرات د اسلام کلا سرحدي ښار په ۲۵ کیلو مترۍ کي د ایران په تی اباد ښار کې پټ تر خاورو لاندي کړل سوي ول.
د قاتلينو د سزا غوښتنه
دغو کسانو چي شمېر يې د راپورونو له مخي ۴۰۰ ته رسېده، او له ځانه سره ئې د وژل سوو کسانو عکسونه لېږدول، د ايران پرضد شعارونه ورکول او د ملگرو ملتونو څخه يې غوښتل چي قاتلين يې په سزا ورسيږي.
د قربانيانو دوستان
يو تن لاريون کوونکى ميرخان، چي په خبره يې خپل زوی او ورور په ايران کې وژل شوي دي دويچه ويلي ته وويل، چي افغان حکومت په دې لاره کي هيڅ مرسته نه ده کړې ورسره کړې او خپل مړي يې په خپله را انتقال کړي دي.
مشکوک مرگ
دا چي دا کسان رشتيا هم د مخدره موادو په قاچاق لاس لاره که نه، تر اوسه پوري چا څه نه دي ويلي. خو د هرات ولايت د والي وياند وويل، چي دغه کسان د کار له پاره ايران ته تللی ول.
امنيتي تدابير
په هرات کي د وژل سوو کسانو د دوستانو له خوا د احتجاج پر مهال سخت امنيتي تدابير نيول سوي ول. څو مياشتي دمخه په دغه ښار کي د ايران کنسلگرۍ مخي ته په احتجاج کي تاوتريخوالی رامنځ ته سوی وو.
د لمسيانو مرگ
په لاريون کي یوې ۶۵ کلني مور چي ويل ئې خپل دوه لمسيان ئې په وژل سوو کسانو کي شامل دي، د مزدورۍ له پاره ايران ته تللی ول. دغي زړې ښځي د خبرو کولو توان له لاسه ورکړی وو، خو په چغو کي ئې د ايران کنسلگرۍ ته خپل نفرت ښوده.
شکايت
د وژل سوو کسانو د کورنۍ غړي وايي: «پر دې سربیره چي دولت زموږ سره د مړو په راانتقال کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې، یو شمیر دولتي مامورین او د ولسي جرګې ځیني غړي موږ ته ګواښ کوی چي ولی مو دغه موضوع خبري کړه.»
د افغان حکومت تلاښونه
خو د هرات ولايت وياند محی الدين نوري له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د افغان حکومت د ډيرو تلاښوو په نتيجه کي دغه مړي له ايران څخه افغانستان ته را انتقال سول.