په بلجیم کې لسګونه افغانانو د کډوالۍ اسنادو لپاره لاریون کړی
د بلجیم په مرکز بروکسل کې لسګونه افغانانو د کډوالۍ اسنادو د نه ورکولو له امله لاریون وکړ. لاریون کوونکي وایي، چې د بلجیم دولت ډېر شمېر نویو راغلو افغان کډوالو ته د قبولۍ رد ځواب ورکړی.
د افغان کډوالو د قبولۍ ردیدل
د بلجیم په مرکز بروکسل کې لسګونه افغانانو د کډوالۍ اسنادو د نه ورکولو له امله لاریون وکړ. لاریون کوونکي وایي، چې د بلجیم دولت ډېر شمېر نویو راغلو افغان کډوالو ته د قبولۍ رد ځواب ورکړی.
د دوسيو د بیاکتنې غوښتنه
د لاریون یوه تنظیم کوونکي علم خان خوږیاڼیوال دویچه ویله ته وویل، چې له دې لاریون څخه یې هدف دا دی، چې د بلجیم دولت د رد شویو افغان کډوالو په دوسیه بیا له سره غور وکړي.
د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو سره سم د چلند غوښتنه
نوموړی غوښتنه کوي، چې له دوی سره دې د کډوالۍ نړیوالو قوانینو سره سم چلند وشي. خوږیاڼیوال وویل: «موږ د کډوالو چارو له ځانګړو محاکمو نه وغوښتل، چې د افغانانو ستونزو ته په پام او د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د دوی په دوسیو له سره کتنه وکړي.»
«د بلجيم دولت بايد راته پاملرنه وکړي»
د لاریون ګډوال وایي، چې په دغه هېواد کې افغانان کډوال له یو شمېر لومړنیو حقونو هم بې برخې دي، چې د بلجیم دولت باید ورته پاملرنه وکړي.
لاريون کوونکو اعلاميه هم خپره کړه
د لاریون د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې د غوښتنو په صفت راغلي: «د بند کمپ لرې کول، دیپورته نه کول، د بې اسنادو مهاجرو او پناه غوښتونکو مجرم انګارۍ )سخت چلند( ختمول، اساسي حقونو ته درناوی، د ماشومانو حقونو ته درناوی او عملي کول.»
د کډوالو بې برخلیکه ژوند
اریون کوونکو ویل، چې اوسمهال ډېر شمېر افغانان بې برخلیکه ژوند کوي او د بلجیم له دولت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د پناه غوښتنې دفترونه دې د افغان کډوالو له دوسیو سره سم او عادلانه چلند وکړي.
تېر کال اروپا کې د ډېرو کډوالو منل کیدل
په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې تر ۳۸۴ زرو ډېر پناه غوښتونکي منل شوي او یا یې خوندیتوب ترلاسه کړی دی، چې دا د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.