په سویلي آسیا کې د اورښتونو له کبله د مړو شوو شمیر لوړ شوی
۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبهد چاراکو په وینا د سختو موسمي بارانونو د پیلیدو راهیسې تر اوسه په هند کې د ۱۸۴، په نیپال کې د ۹۰، په پاکستان کې د ۴۱ او په بنګله دیش کې بیا د ۳۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده. دغه موسمي بارانونه د جولای میاشتی په لومړیو کې پیل شوي ول.
په دې سربېره چې د شنبې په ورځ اورښتونه کم شوي او د سیلابونو د اوبو سطحه مخ پر کمیدو ده، خو لا هم په ځینو سیمو کې وضعیت کړکیچن دی.
د هند په ختیځ ایالت بیهار کې د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي: «د جمعې په ورځ د مړو شمیر ۹۲ تنو ته لوړ شو چې ژغورونکو ډلو نور جسدونه وموندل. وضعیت اوس هم خراب دی.»
د هندي چارواکو په خبره اوس هم مجموعا ۱۱۴۷۲۱ خلک د بیړنیو مرستو په کمپونو کې ژوند کوي ځکه چې کلي او سړکونه تر اوبو لاندې دي.
په بیهار ایالت کې تر شپږ میلیونو زیات کسان د سیلابونو (نيزونو) له کبله اغیزمن شوي دي. پر دې سربیره د هند په آسام ایالت کې د اړونده چارواکو په وینا د سیلابونو او ځمکې ښویدنې د پيښو له کبله ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه ایالت کې هم له دغو پيښو ۶ میلیونه کسان اغیزمن شوي دي او تر ۲۰۰۰۰ زیاتو کسانو په مؤقتي کمپونو کې پناه اخیستې ده.
د هند په دغو دواړو ایالتونو کې کروندو، کورونو او زیربناوو ته زیان اوښتی دی.
د پاکستان د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې هم له بارانونو او سیلابونو په اغیزمنو شوو سیمو کې د ۴۱ کسانو د مړیني خبر ورکړی وو. په دغه ډله کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هغه ۲۲ کسان هم شامل دي چې د دوشنبې په ورځ سیلاب له ځانه سره وړي وو.
په نیپال کې هم د مړو شوو کسانو شمیر ۹۰ کسانو ته لوړ شوی دی، خو د بارانونو او سیلابونو د اوبو سطحه مخ پر کمیدو ده.
(sr/ns (dpa