په سویلي آسیا کې د مرگوني گرمۍ په هکله خبرداری
د هوا پيژندني د چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چې د سویلي آسیا په سترو ښارونو کې سږکال هم د گرمۍ د سختې څپې راتلو احتمال شته. په ۲۰۱۵م کال کې په هند کې سختې گرمۍ د ۲۰۰۰ او په پاکستان کې د۱۲۰۰ کسانو ژوند واخيست.
په منځني او شمالي هند کې د گرمۍ څپه
د روان میلادي کال د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د هند په شمالي او منځني ځینو سیمو کې د گرمۍ څپه راغلې ده. په دغه ځای کې د تودوخې درجه له ۳۶ څخه تر ۴۴ سانتي گراد پورې رسیدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د گرمۍ موسم پیلیدو ته لا وخت پاتې دی. د هند د هوا پيژندنې ادارې لا تر مخه خبر ورکړی دی چې ښایي په ۲۰۱۷م کال کې گرمي له معمول څخه زیاته وي.
د مهاراشټر په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه تر ۴۶ سانتي گراده اوښتي
تیره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د هند مهارا شټر ایالت کې چې د هند تر ټولو زیات نفوس لرونکی ایالت دی، د تودوخې درجه ۴۶،۵ ته رسیدلي وه. په دې ترڅ کې په راجهستان، مدهیا پردیش، گجرات، مهارا شټر، سویلي اتر پردیش، سویلي هریانه، چندي گړهـ او د اړیسه په سیمو کې د سختې گرمۍ د راتلو په هکله خبرداری ورکړل شوی دی.
پاکستان هم د گرمۍ له څپې سره مخامخ دی
په دې موده کې د هند گاونډي هیواد پاکستان، د سندهـ ایالت داخلي ځینې سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۳ سانتي گراده اوښتې ده. په سندهـ کې د نواب شاه او لاړکانه ښارونو د گرمې له څپې څخه اغیزمن شوي دي. پر دې سربیره په حیدر آباد، سکهر، دادو او موینجو دړو کې هم د تودوخې درجه تر ۴۰ سانتي گراده اوښتې ده.
کراچۍ کې د گرمې څپې راتلو خبرداری
د تیرې میلادي اوونۍ په پیل کې د نفوس له لحاظه د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې د هوا پیژندنې ادارې د گرمۍ د سختې څپې د راتلو په هکله یو خبرداری ورکړی وو. د کراچۍ ښار چارواکي د بیړنیو احتمالي حالاتو له کبله له شخصي روغتونو سره په اړیکه کې دي. په ټولو شخصي او حکومتي روغتونونو کې د جل وهلو څخه د ژغورنې مرکزونه جوړوي. چارواکو خبرداری ورکړی دی چې سږ کال هم وضعیت د ۲۰۱۵م کال په شان کیدای شي.
د اقلیمي بدلون له کبله د پاکستان اغیزمندل
د نوو ارقامو له مخې پاکستان د اقلیمي بدلون له کبله د نړۍ په تر ټولو لسو اغیزمنو شوو هیوادونو کې اووم ځای لري. په دې ترڅ کې په تیرو دوو لسیزو کې ۱۳۳ داسې پیښې په پاکستان کې لیدل شوي چې د اقلیمي بدلون برخه دي. پاکستان ته له دې کبله ۳،۸۲ میلیارده ډالر تاوان هم اوښتی دی.
ستر ښارونه له خطر سره مخامخ دي
د امریکا متحدو ایالاتو د «نیشنل اکیډمي آف سایسنز» په یوه تازه رپوټ کې ویل شوي دي چې د سویلي آسیا ستر ښارونه سږ کال ښایي د سختې گرمۍ له څپې سره مخامخ شي. د دغه څیړنې پایلې ښيي چې په پاکستان کې د کراچۍ او په هند کې د کلکته په شان ستر ښارونه د ۲۰۱۵م کال په شان د گرمۍ له څپې سره مخامخ کیدای شي.
د کرې تودوخه او مخ پر زیاتیدونکي ځاني زیانونه
په ۲۰۱۵م کال کې د اوړي په موسم کې سختې گرمۍ په هند کې کابو د ۲۰۰۰ انسانانو ژوند اخیستی وو. په دغه کال کې د هند په ځیني برخو کې د تودوخې درجه تر ۵۰ سانتي گراد پورې رسیدلې وه. په همدغه کال کې په پاکستان کې د گرمۍ له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۱۲۰۰ تنه ښوول شوی وو او ځني ځایي سرچیني بیا آن تر ۳۰۰۰ پورې کسان یادوي. د انځورونو گالري: صایمه حیدر