په هند کې د بانکنوټونو د ناچلۍ ستونزي
د هند د حکومت له لوري د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ هندي کلدارو د بانکنوټونو د له منځه وړلو تر اعلان وروسته، خلک د پخوانیو بانکنوټونو د بدلیدو له کبله له ستونزو سره مخامخ دي. د بانکونو مخې ته خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ وي.
پر هندي بانکونو د خلکو ازدهام
په لنډه موده کې د پخوانيو بانکنوټونو د بدلیدو له کبله د هند په بیلابیلو سیمو کې ډېر خلک د بانکونو مخې ته ولاړ وي.
تر بانکونو دباندې اوږده کتارونه
د ښځو او زاړه عمر لرونکو کسانو په گډون ډیر خلک د بانکونو مخي ته په کتارونو کې ولاړ وي، څو پخواني بانکنوټونه تبدیل کړي. ځیني خلک آن د ژوندانه د لومړینو ضرورتونو د رانیولو له پاره د پیسو له نه شتون څخه شکایت کوي.
تر پیژندگلوۍ وروسته پیسې بدلیږي
د هند حکومت ویلي دي چې د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ بانکنوټ د بدلیدو له پاره د هر کس تر پیژندگلوۍ وروسته هغه ته نوي بانکنوټونه ورکول کيږي. حکومت له دې لارې د تورو پیسو د مخنیوي هڅه کوي. خو د عامو خلکو د اندیښنې په پام کې نیولو سره د حکومت پر دغه گام باندې ځینې خلک نیوکه هم کوي.
خلک د بانکونو مخي ته شپې هم تیروي
ځینې خلک چې غواړي سهار یې وخت نوبت راورسیږي او ډیر انتظار و نه باسي د بانکونو مخې ته شپې هم روڼوي.
ډیرو ته هیڅ نوبت نه رسیږي
د بانکونو مخې ته د خلکو دومره اوږده کتارونه دي، چې ځیني د خپل نوبت له پاره آن څو ساعته او کله نا کله خو ټوله ورځ په ولاړه تيروي.