په يونان کې د مهاجرو او پولیسو تر منځ نښته شوې
۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبهد رپوټونو پر اساس، دغه نښته د شنبې په شپه د ويال په نوم، د نوم ليکنې په يوه کمپ کې شوې ده. تر دغې نښتې مخکې په دغه ځای کې يوې ۴۷ کلنه ښځه د عفونت لرونکې ناروغۍ له امله مړه شوې وه. د خيوس جزيزې د روغتون چارواکو هغه آوازې رد کړې چې ګواکې دغه ښځه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوې ده.
ځايي رسنيو رپوټونه ورکړي چې دغه مهاجر په مجموع کې ځوانان ول، چې د پولیسو پرلور يې ډبرې وار کړي او يو کانتين او څو خيمو ته ېې اور اچولی دی. سربيره پر دې معترضو مهاجرو يو شمیر موټرونه هم خراب کړي دي. هغوی پر چارواکو تور لګولی چې د مړې شوې ښځې څخه يې په کافي اندازه مراقبت نه دی کړی.
دا چې په دغو نښتو کې څوک ژوبل شوي هم دي يا نه، په رپوټ کې ېې يادونه نه ده شوې.
د يونان حکومتي ټلويزيون رپوټ ورکړ چې په ياد کمپ کې نن يکشنبه سهار وضعيت آرام وو.
د خيوس کمپ چې د آژې په شمال کې پروت دی، د مهاجرو له حده ډيره ګڼه ګوڼه لري. په دغه کمپ کې وخت ناوخت د مهاجرو او پولیسو ترمنځ نښتې رامنځ ته کيږي.
اوس مهال د يونان په لیسبوس، خيوس، ساموس او کویس جزيرو په کمپونو کې نژدې ۴۰ زره مهاجر په ډير بد وضعیت کې ژوند کوي او تر خپل اصلي ګنجايش څخه څو برابره ډیردي .دا هم پداسي حال کي ده، چي د تیرکال په اپريل میاشت کې په دغو کمپونو کې يوازې ۱۴ زره مهاجر اوسيدل.
دویچه ویله/م.ک.ص/م.ق.ن
له آرشيف څخه په ورته موضوع یو انځوريز البوم: