په چين کې له يخي جوړ شوی ښکلی ښار
د چين په هاربن ښار کې مجسمه جوړونکي له اونيو راهيسې د يخي له سترو ټوټو څخه د بېلا بيلو جوړښتونو په جوړولو بوخت دي. په جنورۍ مياشت کې د هاربن د يخ او واوري نړيوال فيستوال تر پيل پورې بايد هر څه چمتو وي.
کنگل ښار
د چين په شمال ختیځ ښار هاربن کې هنرمندان هر کال له يخي څخه يو نوی ښار جوړوي. د هاربن د يخي او واورې نړيوال فيستوال د جنورۍ مياشتي پر پنځمه نیټه پیليږي او يوه میاشت روان وي، خو البته دوام یې په هوا پورې اړه لري. خو د دې ښار له يخي جوړې ودانۍ لا د کريسمس په شپو او ورځو کې ننداره کيدای شوې.
وروستي کارونه
د فيستوال له پاره وروستی چمتوالی اوس هم لا روان دی. کارگران د ځليدونکو ودانيو د جوړولو له پاره د يخ ستر بلاکونه د برقي آرو په مرسته پرې کوي. دغه يخ د هاربن ښار په منځ کې د بهيدونکي سونگهوا سيند څخه چې په ژمي کې کنگل وي، ترلاسه کيږي. د شپې دلته د تودوښي درجه منفي ۴۰ فارن هايت ته رسيږي او د ورځې ډېر لږ وخت تر منفي لسو درجو پورته کيږي.
په دقت جوړې شوې لاسي صنايع
د يخي ټوټې هم لکه دودیزې ودانۍ چې له تيږو جوړيږي په ډېر دقت سره رامنځته کیږي. د يخي توږل هم ډير هنر غواړي او په عمومي توگه په بېلا بېلو اوزارونو او آرو سره دغه کار ترسره کیږي.
په اوبو کلکول
دا چې د ودانيو او مجسمو په جوړولو کې د يخي ستر بلاکونه کارول کيږي، نو اړينه ده چې هغه له يو بل سره نښتي وي او د بیليدو خطر يې نه وي. په دې موخه له اوبو څخه کار اخيستل کيږي. د بلاکونو خوا په خوا تر ايښوولو وروسته پرې اوبه اچول کيږي څو دغه ټوټې سره يوځای پاته شي.
په کټارو کې راگير
د فيستوال د همغږي کوونکو په حواله د مجسمو د جوړولو له پاره تر ۱۲ زرو زياتو کارکوونکو ته اړتيا وي. هر کال د نړۍ د يخ د دې تر ټولو ستر فيسبتوال له پاره په خورا زياته اندازه د لرگيو کټارې هم په کار وي.
تر سخت کار وروسته سباناری
کارکوونکي چې په منفي ۳۰ درجو کې کار کوي، يوې دمې ته اړتيا لري څو يې يخې شوي گوتې بيرته گرمې شي. د دمې په ترڅ کې هغوی د فيستوال په ساحه کې په پلاستکي خيمو کې د سهار ناشته کوي او د غرمې ډوډۍ خوري.
سړه چوپتيا
آن د ډېرو کارکوونکو شتون هم د بودا دا ستره مجسمه نه شي اخلالولی. د هاربن د ۲۰۲۱م کال فيستوال به د نورو په پرتله يو څه په خاموشۍ تیر شي، ځکه د کرونا وبا له کبله محدوديتونه او کنترول ډېر دی او زياتره ننداره کوونکي به له چين څخه وي.
پخوانی دود
دا فیستوال په خپل اوسني شکل کې په ۱۹۸۵م کال کې په لومړي ځل جوړ شو، خو په سيمه کې له يخ څخه د مجسمو جوړولو دود ډېر پخوانی دی او د چينگ سلطنت تر دورې رسيږي چې له ۱۷ مې میلادي پيړۍ څخه یې د ۲۰ مې پيړۍ تر پيله دوام وکړ.
اور او يخ
ډېری سيالانيان اژدها ته د چين د سمبول په توگه گوري. د دې افسانوي مخلوق مجسمې او د هيواد تاريخ او کلتور ته منسوب يو شمير نورو شيان د فيستوال په ساحه کې موندل کيږي. دا نندارتون د فوتبال د ۸۰ میدانونو په اندازه ساحه کې جوړ شوی دی.
د شپې له خوا ځلا
د شپې له خوا دغه مجسمې په رنگينو رڼاگانو سره ښکلي کيږي. په زرونو «ايل اي ډي» څراغونه سره روښانه شوی دغه فيستوال د رنگونو او رڼاگانو يوه ښکلې ننداره وړاندې کوي.
برجسته هنري کار
د هاربن فيستوال د هنرمندانو له پاره يو چيلينج هم ستر نه دی. ځيني جوړښتونه چې د نړۍ د معمارۍ د بېلا بېلو سبکونو پر اساس جوړ شوي دي، لوړوالی یې آن ۵۰ مترو ته رسيږي.