په چین کې افغان سفارت طالبانو ته سپارل شوی؟
۱۴۰۱ اردیبهشت ۹, جمعهپه بیجينګ کې افغان سفارت پر خپله تویترپاڼه لیکلي دي چې هلته یې خپلې سفارتي چارې بیرته پيل کړي دي. په تويت کې زیاته شوې ده چې په دې اړه سفارت کې غونډه رابللې شوې وه چې پکې افغان محصلینو او ځینو دولتي او شخصي چینايي کمپنیو ګډون درلود.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد دویچه ویله ته وویل: «په بیجینګ کې د افغانستان لوی سفارت د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لوري رهبري کیږي، هدایات ورکول کیږي، هغوی اطاعات کوي او هلته پر خپلو فعالیتونو او خدماتو باندې بوخت دي.»
په بیجينګ کې د افغان سفارت تویترپاڼې د یاد سفارت له ځای ناستي سیدمحی الدین سادات له قوله لیکلي: «اوس سفارت اماده دی چې د چینایي لوري سره د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو پاللو ترڅنګ په چین کې میشت افغانانو ته او هغه چینایانو ته چې له افغانستان سره تعامل غواړي قونسلي خدمات هم وړاندې کړي.»
سفارت داسې انځورونه خپاره کړي دي چې چینايي چارواکو سره په رسمي ناسته کې د طالبانو بیرغ کارول شوی.
ډېپلوماټیک اصول څه حکم کوي؟
د چارو یوشمېر کتوونکي وايي د سیمي ځيني هيوادونه له طالبانو سره په ديپلوماتیکو اړیکو کې ټول نړېوال او ډيپلوماتیک معیارونه تر پښو لاندې کوي.
له ډېرو سره پوښتنه داده چې له رسمیت پيژندنې پرته څنګه د یوه هيواد سفارت یوې ډلې ته ورکړل شي؟
په لندن کې پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «په چین کې د سفارت سپارل دا یو سلیقوي برخورد دی، طالبانو ته یوازي د امتیاز ورکولو په مانا دی، دلته د شرق او غرب بلاکونو جوړولو هڅه روانه ده، روسیه، چین او ایران ځان ته تهدید ګوري، ډيپلوماتیک اصول حکم کوي چې لومړی باید یو هيواد په رسمیت وپيژندل شي.»
عزیز معارج زیاتوي چې د نړېوالو اړیکو پر بنسټ، له رسمیت پيژندنې پرته یو هيواد یوازي د قونصل، اتشې یا ديپلومات په کچه یو استازی منلی شي، خو د ټول سفارت سپارل پکې شامل نه دي.
تر دې وړاندې روسيې په مسکو کې د طالبانو یو ديپلومات منلی دی، دغه راز هڅه کیږي چې په تهران کې هم د طالبانو یو استازی د ديپلومات په توګه ومنل شي.
هاخوا په پاکستان کې هم د افغان سفارت چارې طالبانو ته ورسپارل شوې، سره له دې چې په ټولنيزو شبکو کې د سفارت رسمي پاڼې لا هم د افغانستان اسلامي جمهوریت په نوم دي، خو په رسمي ناستو کې د طالبانو بیرغ کارول کیږي.
په برلین کې د کلتوري ديپلوماسۍ انستیتیوت استاد ډاکټر محمد اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل، د سیمي هيوادونو د خپلو اړتیاوو له مخې طالبانو ته لاس اوږد کړی: «دا ټول هيوادونه اوس په دې باور دي چې په افغانستان کې باید یو نظام راشي چې ټول افغانان پکې ځان وویني او د تروریزم تهدید نه د سیمي هيوادونو او نه هم نړۍ ته متوجه شي، نو زما پر باور اوس دغه تعاملات پرمخ روان دي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بهرنیو هيوادونو ته یې د استازو لېږل او هلته په مستقیم ډول د سفارتي چارو په لاس کې اخېستل د دې مانا لري چې دغه هيوادونه نوی حکومت په رسمیت مني.
د طالبانو په وینا د نړۍ له هيوادونو سره یې ډيپلوماټیکي اړیکې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.