1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې یو اورګاډی له پټلۍ اوښتی مرګ ژوبله ېې اړولې ده

۱۴۰۱ خرداد ۱۴, شنبه

د چین په سويل لويديځ ایالت ګوئيژو کې د شنبې ورځې په سهار له پټلۍ څخه د يو مساپر وړنکي اورګاډي د وتلو په پيښه کې د اورګاډي چلونکی مړ شوی او اته کسان ټپيان شوي دي. په دغه اورګاډي کې نژدې ۱۵۰ کسان سپاره ول.

https://p.dw.com/p/4CHnn
China | Hochgeschwindigkeitszug entgleist
انځور: AP/picture alliance

د چین په سويل لويديځ ایالت ګوئيژو کې د شنبې ورځې په سهار د يو مساپر وړنکي اورګاډي د ټکر په پيښه کې د اورګاډي چلونکی مړ شوی او اته کسان ټپيان شوي دي.

رويټرز خبري آژانس د چين حکومتي تلويزیون، سي سي ټي وي، په حواله ليکي چې په اتو ټپیانو کې ۷ تنه ېې مساپر او یو ېې د اورګاډي کارکونکی دی. په اورګاډي کې پاتې نور ۱۳۶ سپاره کسان ټول روغ دي.

د معلوماتو له مخې پیښه داسې مهال رامنځ ته شوې کله چې یاد ریل یوه تونل ته د داخلیدو په حال کې وو او پر پټلۍ باندې د غره ښویدو وروسته له پاتې شویو موادو سره ټکر کړی چې له کبله یې اورګاډۍ له پټلۍ اوښتی دی.

ټکر شوی اورګاډی «ډي کلاس» ډوله ښودل شوی چې د چین د لوړ سرعت درلودونکو اورګاډو «جي کلاس» په پرتله ورو سرعت لري.

د شنبې په سهار دغه پيښه داسې وخت شوې چې خلک د اوونۍ پای رخصتۍ څخه په استفادې ډير سفرونه کوي. چین د اورګاډي شاوخوا ۱۵۰ زره کیلومتره اوږدې شبکې په درلودلو د نړۍ په سطحه د اورګاډو د لوېې شبکې درلودونکی دوهم هیواد دی.

تیره ورځ د آلمان په بایرن ايالت کې هم یو اورګاډي له پټلۍ څخه اوښتی وو چې په پيښه کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د اورګاډو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه (01.05.2018) يو انځوریز البوم: