په کابل کي پر «سخي زيارت» چا يرغل وکړ؟
۱۳۹۵ مهر ۲۱, چهارشنبهد افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د سه شنبې په ماښام رسنيو ته ويلي ول چي د کابل په کارته سخي سیمه کي پر «سخي زيارت» څلورو تنو وسله والو يرغل کړی او يو شمېر شيعه زيارت کوونکي ئې وژلي دي.
خو د چهارشنبې په ورځ بیا امنيتي چارواکو ويلي دي چي څلور نه، بلکي يو وسله وال کس وو، چي د افغان پوليسو په يونيفورم کي د شيعه گانو د عزادارۍ مراسمو ته ورننوتی او پر خلکو ئې ډزونه کړي دي.
افغان امنيتي چارواکو ويلي دي چي وروسته بيا دغه وسله والو له پوليسو سره تر څه مقاومت وروسته وژل سوی دئ.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديقي هغه خبر رد کړي چي گويا په دغه سيمه کي چاودنه سوې ده. د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخي په دغه يرغل کي ۱۹ ښځي ټپياني سوي او يو کوچنی هم په وژل سوو کسانو کي دئ.
افغان امنيتي ځواکونو ويلي دي چي شيعه گانو ته ئې د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو خبرداری ورکړی وو.
د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه اخيستې نه ده.