په کندهار کې یوې چاودنې درې تنه ماشومان وژلي دي
۱۳۹۴ تیر ۲۰, شنبهد پیښې قربانیانو ټولو له لسو کلونو کم عمر لاره او تر هغه وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې له تودې هوا څخه د پچیدو په موخه یوه خالي پلورنځای ته ننوتي وو. د کندهار ولایت د پولیسو ویاند ضیا دراني ویلي دي چې په دې پلورنځای کې یو بم ځای پر ځای شوی وو چې د ماشومانو له ننوتو سره چاودلی دی، درې ماشومان یې وژلي او شپږ تنه نور يې ټپیان کړي دي.
دراني زیاته کړې ده: «دغه چاودیدونکي مواد په یوه پلورنځی کې ځای پر ځای شوي وو او کله چې دغه ماشومان چې ټول د یوې نزدې مدرسې زده کوونکي وو، دې ځای ته ننوتل نو هغه وچاودیدل.»
د کندهار د والي یوه ویاند هم دغه پیښه تایید کړې ده او د هغه پړه یې پر طالبانو باندې اچولې ده چې په وروستیو وختونو کې یې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
ډیر وخت د طالبانو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي خو طالبانو بیا د هغو بریدونو د پړې له اخیستلو څخه ډډه کوي چې په کې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي وي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې سږ کال د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده. په روپوټ کې راغلي دي چې د روان کال په څلورو لومړیو میاشتو کې ۱۰۰۰ تنو ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.