په ۲۰۲۱ کال کې آلمان ته ډیر غیرقانوني کډوال راغلي دي
۱۴۰۱ آبان ۲۰, جمعهتېر کال د آلمان پولیسو دغه هېواد ته له اجازې پرته د ډیرو کډوالو راتلل معلوم او ثبت کړي دي. د آلمان د فدرالي پولیسو د کلني راپور له مخې، چې ټاکل شوې د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فايزر او د فدرالي پولیسو مشر دیتر رومن یې د جمعې په ورځ په برلين کې وړاندې کړي، داسې ښکاري چې چارواکو تیر کال ۵۷ زره او ۶۳۷ کسان ثبت کړي. دا شمیرې آلمان ته د غیر قانوني کډوالۍ د هغه پیښو په پرتله زیاتوالی ښيي چې تیر کال په ورته موده کي ثبت شوي او په ۲۰۲۱ کال کې نږدې ۶۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
د آلمان د فدرالي پولیسو په وینا، دا د ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې یو نوی ریکارډ دی.
دا راپور د جرمني خبري اژانس ته رسېدلی او د جرمني «بیلډ» ورځپاڼې هم په دې اړه راپور ورکړی دی.
«پر دغو لارو اروپا ته مه راځئ»
دا زیاتوالی شاید په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د کرونا وبا له خپریدو سره هم تړاو ولري ځکه هغه وخت د پروازونو د محدوديت له کبله په ښکاره توګه کم شمیر پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي ول.
د دغه راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې آلمان ته د هغو کډوالو په شمیر کې زیاتوالی راغلی چې د بیلاروس له لارې د ختیځې اروپا هیوادونو ته رسیدلي دي.
اروپايي ټولنه د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو تورنوي چې د بحراني سیمو څخه د اروپایی ټولنې بهرنیو سرحدونو ته د کډوالو د غیرې قانوني داخليدو په تنظیمیدونکو چارو کي ښکیل وو.
د دغه راپور پر بنسټ، د اروپايي ټولنې هېوادونو ترمینځ کډوالي په ځانګړې توګه له یونان څخه د غیر قانوني داخلي کډوالو په دې برخه کي مهم رول لرلی دی، هغه کسان چې په یونان کې د پناه غوښتونکو په توګه منل شوي دي په الوتکه کې جرمني ته راځي او بیا په دغه هیواد کې دویم ځل د پناه غوښتنه کوي.
کروشيا: کډوال په «لږ تاوتريخوالي» سره په شا تمبول کيږي
د فدرالي پولیسو د معلوماتو له مخې، حتی هره ورځ تر سلو پورې کسان پیژندل شوي چې دا طریقه یې کارولې ده. د دې راپور له مخې نږدې نیمایي خلک چې د سفر اجازې پرته د المان د فدرالي پولیسو لخوا په پولو کي نیول شوی دي د افغانستان، عراق او سورېې څخه راغلي.