کراوسيا ته تلونکي درې مهاجر د سیند په اوبو کې مړه شوي
۱۴۰۱ دی ۴, یکشنبهد آلمان خبري آژانس له بیلګراده ليکي چې د کراوسیا پولیسو وویل چې د دغو مهاجرو مړي ېې د جمعې په ورځ د دغه هیواد سلاونسکي برود ښار ته نژدې د ساوا چټک بهیدونکي سیند په څنډ کې موندلي دي.
په احتمال سره دغو مهاجرو غوښتل چې له بوسنیا هرزيګوينا څخه له سینده په اوښتو ځانونه کراوسیا ته ورسوي.
په همدې ورځ پولیسو شل نور مهاجر د سيند شاوخوا ته نيولي هم دي.
ليتوانيا: بلاروس يخ سوځلي افغان مهاجر پر پوله قاچاق کړي دي
معلومه نه ده چې مړه شوي او نیول شوي مهاجر له کومو هیوادونو څخه دي. خو د سلاونسکي برد سیمه چې دغه پېښه پکې رامنځ ته شوې، بالکان لار باندې غځېدلي ده کومه چې د افغانستان په ګډون له آسیايي هیوادونو، افریقا او منځني ختيځ څخه مهاجر ورباندې لويديځې اروپا ته ځانونه رسوي.
کرواسیا د اروپايي اتحادېې یو غړی هیواد دی. په پام کې ده چې د جنوري له لومړۍ څخه يعنې يوه اوونۍ وروسته د شينګن سيمې یوه برخه وګرځي. د شينګن سيمې هیوادونو ترمنځ سرحدي کنټرول شتون نه لري.
بریتانیا: په مانش کانال کې مړه شوو مهاجرو کې ښايي افغانان وي
د روانې میاشتې په ۱۴مه له فرانسې څخه بریتانیا ته د تلونکو مهاجرو يوه کښتۍ هم له بد وضعیت سره مخ شوې وه چې د ژغورونکو د هلو ځلو په نتيجه کې په کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې ۳۹ وژغورل شول او ۴ تنه ېې مړه شول.
د يونان ساحلي ساتونکو د افغانانو په ګډون په لسونو مهاجر ژغورلي
د وژل شوو کسانو هویت څرګند نه وو خو بريتانيايي چارواکو دوه ورځې مخکې وويل چې د هغو له ډلې کېدای شي دوه ېې افغانان او دوه ېې سنیګاليان وي.
اروپا ته له جنګ ځپلو او فقیرو هیوادونو څخه د مهاجرت پر لارو هر کال په سلونو او آن په زرونو انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.