1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان بې سرپرسته ماشوم مهاجر نورو اروپايي هیوادونو ته استوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

یونان د بې سرپرسته ماشوم پناه غوښتونکو لومړۍ ډله د چهارشنبې په ورځ لوګزامبورګ ته واستوله. د پلان له مخې به یونان تر ۱۰۰۰ ډیر داسې مهاجر له خپلو کمپونو څخه نورو هیوادونو ته واستوي چې د کرونا ویروس ګواښ راکم شي.

https://p.dw.com/p/3awNs
Griechenland Piraeus Coronavirus Deutschland nimmt minderjährige Migranten auf
د يونان له کمپونو څخه اروپايي هيوادونو ته د بې سرپرسته مهاجرو د ليږد بهیر، د اپريل ۱۵مې انځورانځور: Reuters/C. Baltas

په لومړي پړاو کې دولس ماشومان له یونان څخه یوه بل اروپايي هیواد ته استول شوي دي. تمه کیږي چې د شنبې په ورځ به ۵۰ نور ماشومان له آتن څخه آلمان ته واستول شي. شل تنه ماشومان به بیا سویس ته ولاړ شي. په دې ترتیب نو یونان هیله لري چې په راتلونکو میاشتو کې شاوخوا ۱۶۰۰ بې سرپرسته ماشومان له خپلو کمپونو څخه چې پکې ترحده زیات د مهاجرو ګڼه کوڼه ده، نورو اروپايي هیوادونو ته انتقال کړي.

اوسمهال په یونان کې د افغانستان، سوریې، عراق او افریقايي هیوادونو لږ تر لږه ۵۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان میشت دي چې ډیری یې تر ډیرو سختو شرایطو لاندې وخت تیروي.

د یونان د مهاجرو چارو د وزیر مرستیال ویلي دي چې که څه هم د استول شویو ماشومانو شمیر ټیټ دی، خو په خبره یې دا د لوګزامبورګ له خوا یو داسې اقدام دی چې د نورو اروپايي هیوادونو له پاره یوه بیلګه کیدای شي.

د دغه یونایي چارواکي په خبره یونان د مهاجرو له کبله د رامنځ ته شوي کړکیچ ډیر بار پر اوږه لري.

Griechenland Piraeus Coronavirus Deutschland nimmt minderjährige Migranten auf
یونان تر ۱۰۰۰ بې سرپرسته مهاجر له خپلو کمپونو څخه نورو هیوادونو ته واستوي چې د کرونا ویروس ګواښ راکم شي.انځور: Reuters/C. Baltas

هغه د «اې ار تي» په نوم یوې رسنۍ ته وویل: «یونان د کړکیچ پر مهال له یوه بل کړکیچ سره مخامخ دی: مهاجرت او [د کرونا ویروس] وبا. دغه دواړه سره یوځای یو وضعیت چې مخکي لا ډیر سخت وو، لا پسې سخت او مغلقوي.»

یونان چې د نورو هیوادونو په پرتله یې وختي محدودیتونه وضع کړل، په نسبي توګه د کرونا ویروس ښه مدیریت کړی دی. په دې هیواد کې همدا اوس ۲۱۷۰ د کرونا ویروس تایید شوې پیښې موجودې دي او له کبله یې تر اوسه پورې ۱۰۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو تمه کیږي چې یونان له اقتصادي لحاظه ډیر تر فشار لاندې راشي ځکه دغه هیواد د کرونا ویروس تر خپریدو لا مخکې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان له یونان څخه غوښتي وو چې بې سرپرسته ماشوم پناه غوښتونکو ته له کمپونو څخه د وتلو اجازه ورکړي ځکه هغوی په دې کمپونو کې د کرونا په ویروس د اخته کیدو له لوړ ګواښ سره مخامخ دي.

په سلهاو زره پناه غوښتونکې په خپلو هیوادونو کې د جګړې فقر او محدودیتونو له کبله د یونان له لارې نورو اروپايي هیوادونو د رسیدو هڅه کوي.

د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!