یونان غواړي منل شویو مهاجرو ته درې کلنه مؤقتي ویزه ورکړي
۱۳۹۸ بهمن ۲۱, دوشنبهیونان غواړي چې مهاجرو ته یوازې د دریو کلونو له پاره پناهندګۍ ورکړي. د یونان د مهاجرت د چارو وزیر نوتیس میتاراکیس د یکشنبې په ورځ "To Vima" ورځپاڼې ته ویلي دي چې دایمې پناهندګي به وجود ونه لري. د هغه په وینا د مهاجرو په اصلي هیوادونو کې د شرایطو د بدلیدو په صورت کې د دغو مهاجرو پناهندګۍ نه تمدیدیږي.
د یونان محافظه کاره لومړي وزیر کیریاکس میتسوتاکیس د پناه غوښتونکو د اقامت او د دوی د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې بهیر سخت ګړندی کړی دی.
میتاراکیس د یونان حکومت د دې اقدام په اړه وویل: «په ټولنه کې د مختلفو ولسي خلکو ادغام ستونزمن کار دی.» نوموړي ویلي دي چې هیواد یې په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت د کړکیچ د پيل راهیسې شاوخوا ۴۰ زره پناه غوښتونکو ته پناهندګي ورکړې ده او د پناه غوښتنې پر ۸۷۰۰۰ غوښتنلیکونو اوس هم کار روان دی او ارزول کیږي.
د یونان د مهاجرت د چارو وزیر ویلي دي چې د هغو مهاجرو د بیرته ستنولو موضوع به په راتلونکي میاشت کې د اروپایې اتحادیې د مهاجرت سیاست د اصلاح په غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شي، کوم چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
په اوس وخت کې تر ۳۶۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي د آژه سیند غاړې ته نږدې د پنځو ټاپوګانو په مزدحمو کمپونو کې شپې ورځې تیروي. د مرستندویه سازمانونو له خوا په دغو کمپونو کې وضعه غیر انساني بلل شوې ده.
د یونان حکومت تیره میاشت اعلان کړی وو چې په پام کې لري «په اوبو کې د دیوال» په جوړولو سره د پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونیسي. تیر کال یونان د اروپا په کچه د تازه ورغلو پناه غوښتونکو تر ټولو لوړ رقم درلود.
mj/sn (AFP)