یونان له بروکسله د يوه بل پلان غوښتنه کړې
۱۳۹۵ مرداد ۱۳, چهارشنبهد یونان د مهاجرو وزیر (یانیس موڅالس) د چهارشنبه په و رځ (۲۰۱۶ م کال د اگست دریمه) د «بیلډ» المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي چي د ده حکومت د انقرې له خوا د مهاجرينو د موافقتنامې د ناکامه کیدو څخه «ډیر ناارامه» دی.
ده زياته کړې ده چي اروپايي ټولنه باید پردې باندي فکر وکړي چي که ترکیه خپل سرحدونه بیرته د مهاجرو پرمخ خلاص کړي. په عین حال کي موڅالس د اروپايي ټولني له هيوادونو څخه د مهاجرو د لا ډیر اخیستلو غوښتنه وکړه.
د ده په خبره :«مهاجرین باید د اروپايي ټولني پر ټولو هیوادو باندي په مساوي ډول تقسیم سي او نه پر یوه یا دوو هيوادونو باندي.»
نور مطالب:
ترکیه اوس په جدي ډول سره غواړي چي وگړي یې تر اکتوبر مياشتي پوري د اروپايي ټولني هيوادو ته بې له ویزې د ورداخلیدو اجازه پیدا کړي.
دا هغه څه دي چي اروپايي ټولني د مهاجرو تړون د لاسليکېدو پر وخت منلې او ژمنه یې کړې وه. ترکيې اوس خبرداری ورکړی دی چي که دغه وعده پوره نه سي نو تړون به هم نور مراعت نه کړي.