د باغيس والي حسام الدين شمس وايي چي د چهارشنبې په سهار طالبانو پر قلعه نو ښار له څو اړخونو څخه بريدونه وکړل او د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ سول. د بادغيس والي دغه راز په يوه لنډه ويډيو کي چي رسنيو ته يې لېږلې ده د قلعه نو ښاريانو ته ډاډ ورکړی چي وارخطا نه سي او دا چي دوی پر ښار باندي بشپړ کنترول لري.