«پر چينايانو بريد کې افغان او هندي استخباراتو لاس درلود»
۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعهد پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د يوې خبري غونډې پر وخت وويل چې تېره میاشت د خيبر پښتونخوا په کوهستان سيمه کې د يوه چينايي شرکت د بریښنا کوټ د يوې پروژې پر سرویس موټر باندې ځانمرګی بريد پاکستاني طالبانو کړی وو او د دې طرحه په افغانستان کې جوړه شوې وه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې په دې بريد کې د هند استخباراتي ادارې «را» او د افغانستان استخباراتي ادارې «اين دي اس» هم لاس درلود. هغه وویل چې دغه دواړه ادارې په پاکستان کې د چين پانګونه او اقتصادي اړيکي نه خوښوي، ځکه نو په تخريبي اعمالو لاس پورې کوي.
پاکستان: د بيرغونو پر یوه پلورنځي بريد مرګ ژوبله اړولې ده
خو هند او افغانستان تر اوسه د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښوولی. عموماً هند د پاکستاني چارواکو په دې ډول تورونو ژر غبرګون ښيي خو تر اوسه د شاه محمود قريشي پر څرګندونو چپ دی.
د جولای پر ۱۴مه نیټه د کوهستان په داسو سيمه کې د بريښنا کوټ د پروژې پر يوه سرویس موټر بريد شوی وو چې پکې سپاره لس چينايي کارکوونکي او درې پاکستاني وګړي وژل شوي ول.
په لومړي سر کې پاکستاني چارواکو دې پېښه يوازې يوه حادثه بللې وه او بیا تر لومړيو پلټنو وروسته تائيد شوه چې دا يو قصدي بريد وو او ويل شوي ول چې بشپړې پلټنې به ترسره شي.
قريشي وويل چې په پېښه کې چې کوم چاوديدونکي مواد کارول شوي ول، هغه هم له افغانستان څخه راوړل شوي ول.
هغه وويل: «زموږ پلټنو ښوولې چې د دې بريد ټول پلان په افغانستان کې جوړ شوی وو. موږ ګورو چې په دې کې د هند د استخباراتي ادارې را او د افغانستان د استخباراتي ادارې ترمنځ همکاري موجوده ده.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې د دې بريد په اړه د پلټنو له پاره یې د څار د کامرو عکسونه کارولي دي او دا چې دا بريد په سوات کې فعالې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترسره کړی دی.
زين العابدين، نوی ډيلي
زموږ له آرشيف څخه: