چين مريخ ته خپل لومړی ماموريت پيل کړ
۱۳۹۹ مرداد ۲, پنجشنبهچين مريخ ته خپل لومړی ماموريت پيل کړ. د «اوږد مارش ۵» په نوم يو راکټ انتقالونکی د چين د جنوبي ټاپو هاينان د فضايي سفرونو له سټيشن څخه پورته سو. د فضايي ادارې آمر، شانګ خين د چين په دولتي ټلويزيون «سي سي ټي وي» کي وويل چي د هغه پيل په برياليتوب سره وو او انجينيرانو او نورو کارکوونکي يې ښه هرکلی وکړ.
مريخ ته به دغه سفر چي شاوخوا ۵۶ ميليونه کيلومتره ليري دی، د همدې دوبي څخه څه ناڅه اوه مياشتي دوام وکړي: د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کي به بيا د شمسي نظام ددغي سيارې مدار ته ورسيږي.
د لومړي ماموريت کښته کيدل
د نورو هيوادونو د فضايي ماموريت برعکس چين غواړي چي د مريخ د خپل لومړني ماموريت په ترڅ کي په مستقل ډول هلته ورسيږي.
دغه پنځه ټنه درنه فضايي بيړۍ د يوې سپوږمکۍ، د کښيناستلو يوې آلې او د ګولف موټرو په اندازه يوه ماشين څخه جوړه سوې ده.
په فضا کي آسماني ماڼۍ
د چين اولسي جمهوريت غواړي د فضايي ماموريت په برخه کي هم يو لوی قدرت وګرځي. د نورو ترڅنګ غواړي په ۲۰۲۲م کال کي د تيانګونګ يا آسماني ماڼۍ په نامه يو مستقل سټيشن فعاله کړي. چين په لسو کلونو کي دا هيله لري چي د اول وار له پاره به يوه فضايي بيړۍ سپوږمۍ ته واستوي او هلته يو دايمي سټيشن ته فعاله کړي.
د مريخ دغه ماموريت ته په تلوسې سره انتظار کيده، دا ځکه چي ددغه پنځه ډوله راکټ جوړول څو واره له ناکامۍ سره مخامخ سو. د سږکال په دوبي کي دا مريخ ته له درو پلان سوو ماموريتونو څخه يو دي. د دوشنبه په ورځ عربي متحده اماراتو د يوه جاپاني راکټ په مرسته مريخ ته لومړني فضايي عربي بيړۍ واستوله. په يوه اونۍ کي امريکا متحده ايالات غواړي يوه فضايي بيړۍ واستوي.
زموږ له آرشیف څخه: